د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

امرخېل ته منسوب ټليفوني خبرو په ولسي جرګې کې بحثونه وپارول


د افغانستان د ولسي جرګې غړي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس ضيا الحق امرخېل ته منسوب ټیليفوني خبرو د خپریدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د دي جرګې یو شمېر غړو د دوشنبې په عمومي غونډه کې وویل، چې د ملي امنیت ادارې چارواکي باید د دې غږ د خپریدو په اړه ولسي جرګي ته وضاحت ورکړي.

خو د جرګې یو شمېر نورو غړو بیا انتخاباتي کمیسونونه په انتخاباتو کې په پراخو درغلیو تورن کړل او ويي ویل، چې د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا خپاره شوي غږونه دغه درغلی ثابتوي.

د جمهوري ریاست کاندید عبداله عبداله د ټیم له خوا د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا رئيس ضيا الحق امرخېل ته د منسوبو ټليفوني خبرو خپریدو د ولسي جرګې د غړو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د دې ټیلیفوني مکالمې د خپریدو په اړه باید د ملي امنیت ریاست چارواکي ولسي جرګې ته د وضاحت ورکولو لپاره وغوښتل شي.

خو د جرګې یو شمېر نور غړي بیا انتخاباتي کمیسونونه په پراخو درغلیو تورنوي او وايي، چې د دغې ټلیفوني خبرو خپریدو دا موضوع ثابته کړې.

د ولسي جرګې دوه غړي محمد نعیم لالۍ حمیدزي او عبدالروف انعامي په دې اړه وايي:

″تیره ورځ چې د امرخیل کوم غږ خپور شو، په دې اړه باید د ملي امنیت ادارې چارواکي جلسې ته وغوښتل شي، که چېرې دغه غږ د ملي امنیت د ادارې څخه اخیستل شوی دوي دې ولسي جرګې ته معلومات ورکړي او که دا غږ جعلي وي هم دې د افغانستان خلکو ته دقیق معلومات ورکړل شي.″

″له دې وروسته موږ ته دا اهمیت نه لري چې چا تقلب کړی، مهمه خبره دا ده چې اوس دا ثابته شوه چې د انتخاباتو کمیسون تقلب کړی، نور موږ ته د انتخاباتو خپلواک کمیسون کوم مشروعیت نه لري.″

د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو کانديد عبداله عبداله، انتخاباتي ډلې دغه ثبت شوې ټليفوني خبرې چې ادعا کیږي د انتخاباتو د کمیسیون د دارلانشا د مشرضیاالحق امرخیل دي، پرون له رسنيو سره شريکې کړې.

که څه هم د ملي امنیت ادارې چارواکو تراوسه د دې ټیلیفوني خبرو د خپریدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د انتخاباتو کميسيون د دارالانشا رئيس ضيا الحق امرخېل وايي، چې ده ته منسوبې دغه ټلیفوني خبرې جعلي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشرعبدالروف ابراهیمي د دې جرګې له غړو غواړي چې چې په دې حساسو شرایطو کې له پارونکو خبرو ډډه وکړي.

نوموړي همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې؛ د دې انتخاباتي ستونزې د ختمولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي:

″اوس مهال ملګرې ملتونه په دې برخه کې د همکاریو ژمنه کړې، هیله من یو چې د دې بحران د مخنیوي لپاره یوه حل لاره پیدا کړي، خو موږ باید د تالار په منځ کې له هغو څرګندونو ډډه وکړو چې د بحران د زیاتیدو لامل کیږي، خو بیا هم ټينګار کوو چې د تقلب په برخه کې جدي اقدامات وشي.″

له بلې خوا د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون وايي، د انتخاباتو کمیسیون د دارالانشا مشرته د منسوبو ټليفوني خبرو په اړه څېړنه کوي، چې عبدالله عبدالله د ټیم له خوا خپرې شوي.

د ښاغلي عبداله د انتخاباتي کمپاين مسوول نصراله بريالي ارسلايي تیره ورځ ادعا وکړه، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلى امرخېل د جمهوري ریاست د بل کانديد اشرف غني احمدزي د ټیم غړو او د دې کميسيون له ځينو سيمه ييزو کارکوونکو سره په دویم پړاو انتخاباتو کې د درغلیو په اړه خبرې کوي.

ښاغلي ارسلايي وويل چې دغه ټليفوني خبرې څرګندوي چې ښاغلى امرخېل په انتخاباتو کې درغلي کوي.

خو ښاغلي امرخېل له رسنيو سره په خبرو کې دغه ادعاوې رد کړې دي.


راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG