د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

محسني: د عبدالله خبرې له جنایته مخکې قصاص دی


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله دا خبرې، چې نورپردې کمیسیون باور نه لري، له جرمه مخکې قصاص دی.

د دې کمیسیون مسئولین وایي، چې دوی تر اوسه د ورسیدلو شکایتونو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې او زیاتوي، چې په دې اړه د کاندیدانو اندیښنې او انتقادونه هم بې ځایه دي.

دوی وایي، چې ملګري ملتونه هم کولای شي، د شکایتونو د څیړنې پر مهال د دوی د کارونو څارنه وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې د عبدالله عبدالله د اخبرې د توجیه وړنه دي، چې ویلې یې دي، د انتخاباتي شکایتونو پرکمیسیون باور نه لري.

د دې کمیسیون ویاند نادر محسني وایي، چې د ورسیدلو ۲۵۵۸ شکایتونو په اړه د ټولو ولایتونو په سیمه ییزو دفترونو کې څیړنه روانه ده او تر اوسه په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

ښاغلي محسني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د لومړي پړاو انتخاباتو په اړه د خپلو پریکړو دفاع ته چمتو دي او زیاته یې کړه، چې د دویم پړاو په اړه پر دوی هر ډول انتقاد له وخته مخکې دی:

″د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تراوسه د انتخاباتو د روان بهیر په اړه داسې پریکړه نه ده کړې، چې کوم کاندید پر هغې انتقاد وکړي، موږ یوه اصطلاح لرو، چې له جرم نه مخکې قصاص، موږ حاضر یو، چې له خپلو مخکینو پریکړو نه په اسنادو دفاع وکړو، دوی په څه انتقاد کوي او وایي، چې موږ پر دوی باور نه لرو.″

د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې وویل، چې د انتخاباتو په دواړو کمیسیونونو بې باوره شوی او له دوی سره یې اړیکې هم ځنډولي دي.

عبدالله عبدالله انتقاد کړی، چې ولسمشرحامد کرزی او د انتخاباتو دواړه کمیسیونونه په دې انتخاباتو کې بې طرفه نه دي.

د عبدالله له دې څرګندونو څو ورځې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما وویل، چې دوی د دې شخړې د هواري لپاره له افغانانو سره مرستې ته چمتو دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې دوی د یوناما له دې اقدامه هر کلي کوي او زیاتوي، چې ملګري ملتونه یوازې کولای شي، د انتخاباتي شکایتونو د څیړنو د بهیر څارنه وکړي نه منځګړیتوب.

بیا هم ددې کمیسیون ویاند نادر محسني:

″منځګړیتوب هغه وخت کیږي، چې جګړه وي، موږ خو له چا سره جګړه یا مخالفت نه کوو، موږ تر اوسه له قانون سره سمه دنده ترسره کړې، فکر نه کوم، چې ملګري ملتونه به دلته له څارنې او ملاتړ پرته بل کوم رول ولوبوي.″

د انتخاباتو د بهیر او کمیسیونونو په اړه د عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو عام خلک هم اندیښمن کړي دي.

څیړونکي او د انتخاباتو څارونکې ادارې وایي، چې د انتخاباتو کمیسیونونه باید په شفافیت سره خپلې دندې مخ ته بوځي او ددې بهیر په اړه د کاندیدانو هر ډول انتقادونو او اندیښنو ته ځواب ووايي.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG