د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۹

"پاکستاني پوځي مشران له پنټاګون سره د اړیکو نرمولو هڅه کوي"

د پاکستان پوځي مشران غلي غلي د اړیکو د نرمولو لپاره د پنټاګون له جنرالانو سره ګوري.

دا د واشنګټن ټایمز د یوې مقالې سرلیک دی چې؛ د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره د امریکايي او پاکستاني پوځي جنرالانو پر هڅو راڅرخي.

واشنګټن ټایمز د امریکا د یوه لوړ رتبه پوځي په حواله د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي او د پاکستان د لویو درستیزانو د ګډې کمیټې د مشر جنرال ارشاد محمود ترمنځ د وروستۍ لیدنې جزیات خپاره کړي دي.

البته د مسالې د حساسیت په خاطر د دې لوړرتبه امریکايي پوځي نوم پټ ساتل شوی دی.

ده امریکايي جنرال واشنګټن ټایمز ته ویلي؛ دا په تیرو اوو کلونو کې اول وار دی چې؛ د امریکا د پوځ لوی درستیز د اړیکو د ښه کولو لپاره د پاکستان د لویو درستیزانو د کمیټې له مشر سره ګوري.

دغه امریکايي مقام ویلي: "د جنرال ډیمپسي او محمود ارشاد ترمنځ خبرې که څه هم ګټورې وې؛ خو په پاکستان کې له سیاسي چاپیریال سره یوه عمده ستونزه دا ده چې؛ په دودیز ډول د پوځ لوی درستیز واک زیات دی."

نوموړي امریکايي جنرال زیاته کړې چې؛ پنټاګون غواړي چې، جنرال ډیمپسي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره هم وګوري.

واشنګټن ټایمز لیکي چې، امریکا په ۲۰۱۳م کال کې د پاکستان د نوي حکومت له واکمنېدو سره سم د دې هیواد له پوځي چارواکو سره د اړیکو د ښه کولو هڅې پيل کړې دي.

خو په امریکا کې د څيړنو د خپلواک مرکز "ویلسن سنټر" (Wilson Center) د اسیا د چارو څیړونکی "مایکل کوګلمن" وايي: "که څه هم د پخوا په پرتله د دواړو ترمنځ ارتباط پراخ شوی؛ خو د دوه اړخیز اعتماد د نشتوالي او په ګټو کې د تضاد له امله؛ دا اړیکې په زړه پوري حالت ته نه دي رسیدلي."

مایکل کوګلمن زیاته کړې، که څه هم د امریکا او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه د ښه کېدو په حال کې ده؛ خو بیا هم یوازې یوه ضربه بیا هم هرڅه خرابولای شي.

په مقاله کې نور تفصیل نه دی ورکړ شوی.

خو د پاکستان په قبایلي سمیو کې د بې بيلوټه الوتکو د حملو له امله د امریکا او پاکستان اختلافاتو ته اشاره په شوې ده.

د "ټرنډ" په نوم د اذربایجان یوې انټرنټي خبري شبکې د افغانستان او ایران ترمنځ د زعفرانو د تولید له امله پر ممکنو ستونزو لیکنه کړې ده.

ټرنډ لیکلي، افغانستان ښايي د زعفرانو په تولید کې د ایران لپاره په رقیب بدل شي.

ټرنډ، په ایران کې د زعفرانو د صادراتو د پراختیا د یوې ادارې د مسوول په حواله لیکلي؛ د افغانستان اقلیم ایران ته ورته دی؛ نو په راتلونکې وخت کې د دې امکان ډير دی چې؛ د زعفرانو په تولید کې د ایران په رقیب بدل شي. موږ باید د نړیوال مارکیت د ساتلو لپاره پر نړیوال سټنډرډ برابر او طبیعي صادرات ولرو.

د ټرنډ په لیکنه، ایران د خپلو زعفرانو تر اویا فیصده زیاته برخه هرکال د نړۍ دیرش هېوادو ته صادروي.

خو ټرنډ وايي، د ایران د زعفرانو صادرات د وړم کال په پرتله تیرکال څه باندې دو پینځوس فیصده را لویدلي وو.
XS
SM
MD
LG