د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په کابل کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ مظاهره وشوه


د کابل د دهمزنګ په سیمه کې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو چې ډیری یې ځوانان دي له افغان حکومت نه د هغه د غوښتنو په ملاتړ مظاهره کړې.

عبدالله عبدالله وړاندې له حکومته غوښتي وو چې؛ د انتخاباتو کمیسیون د دارالانشا رییس دنده دې وځنډوي، د انتخاباتو نوي ګمارل شوي څه باندې پنځه زره کارکوونکي دې له دندې ګوښه کړي او د اووه میلیونه رای ورکوونکو په اړه دې توضیحات ورکړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله دغو پلویانو د شنبې په ورځ وویل چې؛ په انتخاباتو کې پراخې او تنظیم شوې درغلۍ شوي او که دغه درغلۍ ونه څیړل شي، نو دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

دغو مظاهره کوونکو د انتخاباتو کمیسیون او د دغې کمیسیون د دارالانشا مشر ضیا الحق په درغلیو تورن کړل او د هغوی پر ضد یې شعارونه ورکړل؛ د ښاغلي امرخیل عسکونه یې څيرې کړل او اور یې ورواچوه.

په همدې حال کې د کابل په لب جر، هوايي ډګر او یو شمیر نورو سیمو کې هم د عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو مظاهرې کړي؛ د سړک پر غاړه خیمې وهلي او وايي چې، د خپلو رایو نه ملاتړ لپاره به دغې چارې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل یو شمیر اوسیدونکي له ازادی راډیو سره په خبرو کې له مظاهره کوونکو غواړي چې؛ د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان دې صبر وکړي او د سړکونو په بندولو سره دې د دوی ورځینۍ ژوند له ستونزو سره نه مخامخ کوي.

سره له دې چې جمهوري ریاست د دوهم دور ابتدايي یا قسمي نتایج لا نه دي اعلان شوي؛ خو د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې د انتخاباتو کمیسیون سره خپلې اړیکې پرې کړې او ویې ویل چې تر هغه به کمیسیون سره پریکون جاري ساتي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي.

د انتخاباتو کمیسیون د عبدالله عبدالله د دغې کار په غبرګون کې وویل چې؛ کاندیدان د هغې هوکړې له مخې چې دغې کمیسیون سره یې لاسلیک کړې؛ له انتخاباتو سره د پریکون حق نه لري.

دوی وايي، د کمیسیون لپاره دا مهمه نه ده چې؛ په انتخاباتو کې کوم کاندید بریالی کیږي؛ بلکې دوی ته دا مهمه ده چې د انتخاباتو پروسه بریالۍ وي.

ملګرو ملتونو هم د رای شمیرلو د بهیر د درولو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه د خواشینۍ وړ بللې وه او له دواړو کاندیدانو یې غوښتي وو چې؛ د انتخاباتو په پروسه کې د ې مسوولانه عمل وکړي.
XS
SM
MD
LG