د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

سالارزی: یونما په مشروط ډول د انتخاباتي لانجې د حل لپاره همکاري کوي


په کابل کې د یونما ویاند نظیف الله سالارزی
په کابل کې د یونما ویاند نظیف الله سالارزی
یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر وایي؛ چې په دغه هېواد کې د انتخاباتي شخړې د حل لپاره مرستې ته تیار دی.

د ملګروملتونوسازمان په مشروط ډول تیاری څرګند کړ چې؛ د افغانستان د روانې انتخاباتي ستونزې په حل کې همکاري کوي.

یونما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر وایي؛ که چیرې په انتخاباتو کې ښکیلې خواوې د ملګروملتونو د سازمان همکارۍ ته راضي وي؛ نو دوی به په دې برخه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د یونما ویاند نظیف الله سالارزي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د دوی مرسته به د انتخاباتي شخړې په حل کې په دې شرط وي چې؛ د انتخاباتي پروسې مشري په خپله افغانان وکړي:

"ملګري ملتونه چمتو دي چې، د افغانانو په مشرۍ په دې بهیر کې مرسته وکړي؛ تر څو کوم وضعیت چې رامنځ ته شوی؛ یوه حل لاره ورته پیدا شي.

له دې بهیر سره به د افغانانوپه مشرۍ او مدیریت خپلو مرستوته دوام ورکوي چې؛ د ټولو خواوو د نظر یووالي یې په اړه موجود وي."

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه ویاند فاضل سنجارکي وویل چې؛ په دې اړه ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي یان کوبیش سره هم د شنبې په ورځ خبرې کړي.

ده څرګنده کړه چې، په دې هیواد کې د رامنځ ته شوې انتخاباتي لانجې د حل لپاره د ملګروملتونو د سازمان رول اساسي دی او باید چې مداخله وکړي.

ولسمشر کرزي هم د جمعې په ورځ د علماوو شورا له یوشمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي چې؛ دی د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله له هغې غوښتنې سره موافق دی؛ چې ویلي یې دي، د انتخاباتې لانجې د حل لپاره دې ملګري ملتونه مداخله وکړي.

خو د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم په دې برخه کې یوڅه متفاوت نظر لري.

د دې ټیم یوه غړي ظاهر زُهیر آزادي راډیو ته وویل چې؛ د جمهوري ریاست دویم دورانتخابات له قانون سره سم ترسره شول او د مدیریت او د نتایجو د اعلان دنده یې د انتخاباتود خپلواک کمیسیون پرغاړه ده.

د ښاغلي زُهیر په خبره په انتخاباتي پروسه کې داسې کومه ستونزه نشته چې؛ ملګري ملتونه په کې مداخله وکړي؛ خو بیاهم که چیرې د ده په خبره په دې پروسه کې کومه ستونزه وي؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د قانون له حکم سره سم د ملګرو ملتونوسازمان ته د همکارۍ زمینه برابره کړي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ دوی د انتخاباتي پروسې د څارنې لپاره د ملګروملتونود سازمان د همکارۍ هرکلی کوي:

"ملګري ملتونه که چیرې د څارونکي په توګه څارنه کوي؛ موږ ورته هرکلی وایو او هیڅ ستونزه نشته.

که هرڅومره ملي او نړیوال څارونکي د انتخاباتي پروسې د شفافیت څارنه کوي؛ موږ یې پلویان یو."


تردې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې؛ د انتخاباتي کمیسیونونو په موجودیت کې د ملګرو ملتونو منځګړیتوب د رامنځ ته شوې انتخاباتی شخړې په حل کې مرسته نشي کولای.

د سیاسي او حقوقي چارو څیړونکو څرګنده کړې چې د عبدالله او اشرف غني د رضایت په صورت کې د ملګروملتونوهمکاري په سیاسي لحاظ له انتخاباتي پروسې سره ممکنه ده؛ خو د قانون له نظره په دې برخه کې یوازینۍ مرجع انتخاباتي کمیسیونونه دي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG