د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

انتخاباتو کمیسیون له دواړو کاندیدانو سره هر ډول بحث ته چمتو ده


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، دې ته تیاردي چې له هرکاندید سره د انتخاباتو پر څرنګوالي خبرې وکړي او د هغوی هرې پوښتنې ته ځواب ووایي.

د کمیسیون چارواکې وایي، دواړه کاندیدانو له لومړي سره د قوانینو او اصولو د منلو ژمنه کړې وه، نو ځکه د دوی په خبره حق نه لري چې د انتخاباتو بهیر تحریم کړي.

تردې وړاندې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو یوه کاندید عبداله عبداله ویلي وو، چې په دغه بهیرکې درغلۍ شوي او خبرداری يي ورکړی، چې پایلي به یې ونه مني.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات له مهمو او حساسو پړاوو نو تیریږي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، له دواړو کاندیدانو سره هر ډول بحث او ځواب ویلو ته اماده دی.

دغه کمیسیون دا څرګندوني وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید عبداله عبداله په خپله تازه وینا کې ویلي چې د انتخاباتو د کمیسیون کار ورته د منلو ندی او زیاتوي چې د پراخو درغلیو له کبله به د انتخاباتو نتایج ونه مني.

خو د انتخاباتو د کمیسیون ویاند نورمحمد نور په کابل کې خبریالانو د وینا پرمهال ته د کمیسیون د کار پرشفافیت ټینګار وکړ او وېي ویل، دا بهیر د زرګونو کورنیو او نړېوالو څارونکو په حضور کې پر مخ ځي.

ښاغلي نور وویل، هیڅ کاندید د اصولو له مخې دا حق نه لري چې د انتخاباتو بهیر تحریم کړي.

نور وایي، د انتخاباتو کمیسیون اماده دی چې له هرکاندید سره په دې اړه بحث وکړي:

″موږ د اصولو، قوانیو او طرزالعملونو له مخي اقدام کړی او کوو یې.

دواړه کاندیدان باید اصولو ته درناوی وکړي. دواړه کاندیدان په هیڅ ډول د بحران جوړولو حق نه لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دروازه پرانستې ده، هر کمیسیون که پوښتنه یا غوښتنه ولري کمیسیون اماده دی چې بحث ورسره وکړي. ″


د افغانستان د ولسمشرۍ یوکاندید عبداله عبداله تورلګوي چې د دغه هېواد انتخابات له سیاسي بحران سره مخامخ شوی، خو د انتخاباتو کمیسیون وایې، دوی یوازې له تخنیکې اړخه د انتخاباتو د بهیر پرمخ وړلو مسولیت لري.

تردې وړاندې د افغان حکومت ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو هم له دغو کاندیدانو غوښتي وه چې پرې ږدې د انتخاباتو کمیسیون خپل کار مخ ته بوځي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابېنز د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو غوښتي چې پرخپلو هغو ژمنو ودریږي چې په لومړي سر کې یې د انتخاباتو له کمیسسیون سره کړي وې. ښاغلی ډابېنز وایي:

″زموږ اساسي لیدلوری دا دی چې باید د انتخاباتي ادارو ملاتړ وشي، هغوي ته دا فرصت ورکړل شي چې خپل کارونه مخته بوځي.

په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي. په لومړي پړاو کې هم پراخي درغلۍ شوي وې او اوس په دوهم دور کې د دغه ډول درغلیو په مقابل کې میکانیزمونه جوړ شوي او باید هغو میکانیزمونو ته فرصت ورکړل شي چې موثر واقع شي.″


ډابېنز دا هم ویلي، چې دواړه کاندیدان باید ترانتخاباتو وروسته د یو بل ترڅنګ کار وکړي ترڅو په دې بهیرکې د وطن پرستۍ روحیه پیاوړې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو قسمي نتایج په نژدې راتلونکې کې اعلان شي، خو هغه څه چې د ښاغلي عبداله له خبرو له ورایه ښکاري دا دی چې وایې که نتایج دده په ګټه هم وي، وبه یې نه مني.
XS
SM
MD
LG