د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

عبدالله عبدالله: ضیاالحق امرخېل دې له دندې ګوښه کړای شي


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه کاندید عبدالله عبدالله غوښته کړې ده چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس دې له دندې ګوښه کړای شي.

ښاغلي عبدالله پرون ماښام په کابل کې خبریالانو ته وویل، ضیاالحق امرخېل د انتخاباتو په دوهم پړاو کې په درغلۍ تورن دی.

د کابل د امنیې قوماندان ښاغلی امرخېل د شنبې په ورځ وروسته له هغه د یوه کاندید په پلوي په درغلۍ تورن کړ، چې د کابل پولیسو د انتخاباتو په حساسو موادو د بار دوو موټرو مخه ونیوه. خو ښاغلی امرخېل دا تورونه ردوي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو جګپوړی مقام ضیاالحق امرخېل په درغلۍ تورن کړ.

په داسې حال کې چې ملګروملتونو د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي چې؛ د انتخاباتو مسوولو چارواکو ته د رایو د شمېرنې او د درغلیو د څېړنې موقع ورکړي ښاغلي عبدالله پرون د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون لفظي حملې وکړې.

ده چې له انتخاباتو یوه ورځ وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخېل دې له دندې ګوښه شي.

عبدالله وویل، چې امرخېل د انتخاباتو په ورځ د کمیسیون له مرکزي دفتره د هغو پاڼو د لېږدولو لپاره په هڅو تورن دی چې کار نه و ترې اخیستل شوی.

عبدالله عبدالله زیاته کړه، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس باالفعل نیول شوی نو ځکه باید په دې برخه کې څېړنې وشي او دی له خپلې دندې لېرې شي.

عبدالله د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د خلکو د ګډون د کچې په اړه د کمیسیون پر ادعا هم شک څرګند کړ ویې ویل، په دې ځل انتخاباتو کې د رای ورکوونکو شمېره چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مشر احمدیوسف نورستاني په وینا اوه میلیونه وګړي وو، ښايي سمه نه وي.

عبدالله د هغه څه په باب چې ده تنظیم شوې درغلۍ وبللې اندېښنه څرګنده کړه او همداراز ادعا یې وکړه چې د ده د ټيم ځینې ناظران ډبول شوي او بندیان شوي دي.

د کابل پولیسو د شنبې ورځې په ماسپښین د حساسو انتخاباتي موادو یوه جوپه ونیوله.

د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهرظاهر وايي، چې په پام کې وه دا مواد د پولیسو له خبرتیا پرته په دوو موټرو کې د کابل سروبي ولسوالۍ ته واستول شي.

جنرال ظاهر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پر رییس ضیاالحق امرخېل تور ولګاوه چې دا مواد یې د یوه کاندید په ګټه د درغلیو په مقصد انتقالول. خو امرخېل دا تورونه رد کړي.

له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ښاغلي امرخېل د دې پېښې په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.

له دې مخکې د کورنیوچارو وزیر دا قضیه د پولیسو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو ترمینځ د ناوړه تفاهم نتیجه بللې وه او ویلي یې و، چې په دې اړه د څېړنې لپاره به یو ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG