No media source currently available
د ولسي جرګې د دوو غړو ملاتره خیل کوچي او الله ګل مجاهد د ساتونکو ترمنځ په وسله واله نښته کې له دواړو لورو نه دوه کسان ټپيان شول. په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چې نښته هغه مهال وشوه، چې د الله ګل مجاهد ساتونکو خلک هڅول، چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي.