د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

محسني: ۲۴ انتخاباتي شکایتونه او ۵۳ تیلیفوني اطلاعيې ترلاسه شوي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي، د انتخاباتو په پروسه کې د ځینو دولتي او حکومتي چارواکو د مداخلې خبر ورکوي.

د دې کمیسیون ویاند کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د انتخاباتو دوهم پړاو کې د درغلیو په اړه یې نن له غرمې مخکې تر یوولسو بجو ۲۴ مورده انتخاباتي شکایتونه او ۵۳ تیلیفوني اطلاعيې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د شکایتونو د ثبت پروسه به سر له سبا پیل شي او د اته څلویښت ساعتونو لپاره به دوام ولري.

د افغانستان د انتخاباتي شکاینونو کمیسیون چاوراکي وایي، دوی په ځینو ولایتونو کې د انتخاباتو په پروسه کې د حکومتي چارواکو د مداخلې په اړه شکایتونه ترلاسه کړي دي، خو تراوسه معلومه شوې دغه مداخلې په ځانګړي توګه د چا له خوا شوې.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادرمحسني نن په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د نن ورځې تر یوولس بجو یې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه څلورویشت انتخاباتي شکایتونه او درې پنځوس ټیلیفونه تماسونه ترلاسه کړي:

″د حکومتي او دولتي چارواکو د مداخلې څخه شکایتونه شته خو تر اوسه مو نه دي تفکیک کړي چې چا او په کومو کټګوریو دولتي چارواکو په انتخاباتو کې مداخله کړې ده.″

دا په داسې حال کې ده چې له ننګرهار، پکتیا، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو نه د ازادۍ راډیو خبریالانو هم د پراخو او پلان شوو درغلیو په اړه راپورونه ورکړي دي.

له دې ډلې نه د بلخ ولایت په چمتال، زارع او دهدادي ولسوالۍ په تخته پل سیمه کې د درغلیو او د زوراکو له خوا د خلکو د تهدیدولو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې تر اوسه د رای ورکونې پنځه مرکزونه تړل شوي دي.

د بلخ ولایت د انتخاباتو د کمیسیون مشر عزت الله آرمان هم دا مسله تایید کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون دغه راز وایې، د رای ورکونې پروسې له ختمیدو وروسته خلک او کاندیدان د ۴۸ ساعتونو لپاره وخت ولري چې د انتخاباتو په اړه خپل شکایتونو په مستنده توګه ثبت کړي.

ددې کمیسیون ویاند نادر محسیني وویل دوی ته رسیدلي شکایتونه به تر د شکایتونو د ثبتولو مودې له ختمیدو وروسته د لسو ورځو په اوږدو وڅیړل شي:

″د شکایتونو د درج فورمې د رایې ورکولو په ټولو مرکزونو کې شته له دې سره چې سر له اوسه مونږ ته شکایتونه رارسیږي خو موږ به د انتخاباتو د ورځې څخه اته څلویښت ساعته وروسته هم دا شکایتونه واخلو .″

ښاغلي محسیني وايي، په ځینو مرکزونو کې د رای پاڼو د کمیدو په اړه ورته شکایتونه رسیدلي خو زیاتوي، که رای پاڼې له غرمې مخکې ختمې شوي وي نو دا د درغلیو یوه بیلګه ده.
XS
SM
MD
LG