د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

عظیمي: د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره سلګونه پوځي عملیات ترسره شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د امنیت ټینګښت لپاره یې سلګونه پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د دې وزارت ویاند ظاهرعظیمي کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې عملیاتو کې د پاکستاني وسله والو په ګډون 77 تنه وژل شوې او48 نور ټپیان دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ورځې په رانږدې کیدو سره دفاع وزارت وايي، په تیرو نږدې دوو میاشتو کې یې د انتخاباتو د امنیت لپاره سلګونه عملیات کړي دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د حمل میاشتې له دیرشمې نیټې راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې 259 تصفیوي او 130 ځانګړي عملیات کړي دي:

″د چمتو څلور په نوم موعملیات بشپړ کړی چې په دې عملیاتو کې ۷۷ وسله وال مخالفان په کې وژل شوي، په وژل شویو کې یو شمېر يې پاکستانیان دي،۴۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر نورو عملیاتو کې ۳۶ تنه وسله وال وژل شوي چې ۷ تنه پاکستانیان دي په دې عملیاتو ۴ تنه نیول شوي هم دي.″

په همدې حال کې د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان وايي، چې د دوي ټول قوتونه د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو لپاره چمتو دي.

نوموړي وویل، د انتخاباتو ټول حساس مواد به د افغانستان ټولو سیمو ته د ځمکي او هوا له لارې د چهارشنبې ورځې ترپایه انتقال شي:

″د نن ورځې تر پایه پورې به د ټولو انتخاباتې موادو انتقالول بشپړ شي او سبا ته به له خپلو ټولو مسولینو څخه پدې اړه وروستۍ ډاډ ترلاسه کړو.″

ټاکل شوې چې؛ د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخابات د راتلونکي اونۍ د شنبې په ورځ ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون چارواکي وايې چې د دغو انتخاباتو پایلې به دسرطان میاشتې په 30 نیټه اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG