د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

احساس: افغان پولیس به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې د انتخاباتو پروسه بدنامه کړي


د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت د ځآنګړي کمیسیون له مشر جنرال محمد سالم احساس سره په هغو اندیښنو خبرې کړي، چې د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په اړه له خلکو سره موجودې دي.

د دویم پړاو انتخاباتو د دواړو کاندیدانو استازي کله نا کله یو بل ته ګواښونه کوي او هر یو غواړي، چې انتخاباتي ټیم یې باید بریالی شي.

د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت د ځآنګړي کمیسیون مشر سالم احساس وایي، چې دوی د هر ډول ګډوډیو د مخنیوی لپاره چمتوالی لري.

نوموړی وایي، چې افغان پولیس اوس د پخوا په پرتله له هره پلوه پیاوړي شوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د انتخاباتو ملي پروسه بدنامه کړي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG