د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

ګارډین: پر عبدالله عبدالله په شوي برید کې بهرني استخبارات او لشکر طیبه لاس لري


لویدیځو ورځپاڼو بیا هم د پینځو طالب زندانیانو د خلاصون په بدل کې د امریکايي سرتیري باو بریګډال د خوشې کیدو لپاره شوې معامله څیړلې ده.

ټایمز ورځپاڼې په دې لړکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري دا خبره نکل کړي چې ویلي که خوشې طالبان بیا جګړې ته مخه کړي نو وبه وژل شي.

ټایمز ورځپاڼه وايي، جان کري په ډاګه کړې چې متحده ایالات هغو طالبانو ته چې له زندانه خلاصیږي زیاته توجه ده.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا سربیره د قطر حکومت به هم خوشې شوي طالبان څاري.

ټایمز لیکي:

باو بریګډال دا مهال په جرمني کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې بستري دی ،فزیکي حالت يې ښه دی خو له روانې پلوه لا ددې جوګه نه دی چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې د امریکايي سناتور جان مکین څرګندونې نکل کړي چې وايي له هغو ۶۱۴ طالب زندانیانو څخه چې له ګوانتنامو خوشې شوي دیرش په سلو کې يې بیرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي او امریکا ددغو کسانو د مینځه وړلو په برخه کې ښه سابقه نه لري.

د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې هم د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په څرګندولو تبصره کړې ده.


ورځپاڼه لیکي: د جان کري د خبرو هدف دا دی چې د باوبریګډال په بدل کې خوشې طالبان د بې پیلوټه الوتکو په واسطه هم په نښه کیدای شي.

ګارډین وايي، د باو بریګډال د پلار باب بریګډال او د ولسمشر باراک اوباما ترمنځ کتنې هم خلک حیران کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا یو شمېرکسانو د باب پریګډال پر اوږدې ګیري او قیافې چې په سپینه مانۍ کې د ولسمشر اوباما ترڅنک ولاړ و او د خپل ځوی د خلاصون خبر يې ورکړ، هم انتقادونه کړي دي.

ګارډین په یوه بل مطلب کې د افغانستان په امنیتي پیښو کې د بهرنیو استخباراتو د تورنولو موضوع یاده کړې ده.

ورځپاڼه د افغانستان د ملي امنیت د ادارې دا خبره نکل کړې چې ویلي د ولسمشرۍ پر کاندید عبدالله عبدالله په شوي برید کې بهرني استخبارات او لشکر طیبه وسله واله ډله لاس لري.

که څه هم چې پاکستان دا تور رد کړی خو افغان چارواکي وايي پاکستان د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره پر کونړ راکتي حملې هم کوي.

ګارډین وړاندې لیکي:

پاکستان د طالبانو د رژیم لومړی درجه ملاتړی و او افغان مقامات وايي چې لشکر طیبه او نورې سخت دریځه ډلې د پاکستانله استخباراتو سره اړیکه لري او ددوي هدف په افغانستان کې د ناکراریو رامنځته کول دي.
XS
SM
MD
LG