په ټول افغانستان کې ۸۴ روزنتونونه فعال دي چې؛ ۳۳یې دولتي او۵۱ یې خصوصي دي، پدې روزنتونو کې ۱۲۵۱۳ماشومان او نوی ځوانان ژوند کوي؛ هغه نهادونه چې د ماشومانو لپاره کار کوي؛ سرویې ښيي چې په افغانستان کې له یو لک او لس زره نه ډیر بې وزلي او بې سرپرسته ماشومان اوسیږي، دې شمېرې ته په کتلو سره لا هم په روزنتونونو کې ډیر کم ماشومان جذب شوي.
دا چې ولې؟ مسوول کسان یې علت د دولت ناتواني ښي؛ موږ په کابل کې د تهیه مسکن روزنتون ته ورغلو او هلته له څو تنو سره وغږېدلو.
په روزنتون کې اکثره هغه ماشومان اوسیږي چې؛ خپل خپلوان هم نه لري، هغوی د سړک له سر نه روزنتون ته پناه وړي.
د کابل اوسیدونکی نورالرحمن بیا داسې څوک دی چې؛ مخکې یې ځان ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره اوبه خرڅولې؛ له همدې امله خو له لیک لوست نه هم پاتې و.
محمد سلیم چې څلور کاله وړاندې روزنتون ته راغلی؛ وایي، اوس یې له لیک لوست سره خیاطي هم زده کړې؛ له هغه سره په داسې خونه کې غږېدلو یو چې د کالیو ګنډلو لپاره ځانګړې شوې وه؛ هلته لس ماشومان په کالیو ګنډلو بوخت وو.
د روزنتون له عمومي رییس سید عبداله هاشمي نه موپوښتلي چې؛ سږ کال د نورو کلونو په پرتله روزنتون کې څومره بدلون راغلی؛ هغه وایی چې په سلو کې پنځوس مثبت بدلونه راغلي.
سید عبداله هاشمي وایي، چې مخکې د ماشومان شامېدل ډېر ساده او آسانه وو؛ همدا د دې لامل شو چې، اکثره هغه کسان روزنتون ته راغلل چې؛ مستحق نه وو، ځکه یې پریکړه وکړه چې؛ تر هغه د ماشوم مجبوریت ثابت نه شي؛ دلته یې نه نیسي، هغه دا مني چې اړو ماشومانو ته په روزنتون کې د شاملیدلو پروسه اوږده شوه، خو بله چاره یې نه درلودله.