د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

يان کوبيش په کابل کې د جمعې د ورځې حمله وحشتناکه وبلله


په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان وروستۍ چې په نتيجه کې يې څو تنه ملکيان ووژل شول، وغندله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش په کابل کې د جمعې د ورځې حمله وحشتناکه او د ډيمو کراتيک بهير خلاف وبلله.

د يوناما اعلاميه وايي، دوو ځان وژونکو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله پر کاروان حمله وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش په يوه اعلاميه کې وويل، له ګڼه ګوڼې پر يوه ډک سړک چاودنه ترټولو اساسي اصول تر پښو لاندې کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما وياند نظيف الله سالارزي ازادۍ راډيو ته وويل، چې اداره يې د ملکيانو په وړاندې بريد له نړيوال بشري قانون نه سرغړونه بولي:

”د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى او په کابل کې د يوناما د دفتر مشر د افغانستان د انتخاباتي پروسې ملاتړ او پر دې ټکي ټينګار کوي، چې افغانان د ډيموکراسۍ دفاع ته ژمن دي او دغه ډول کارونه يې مخه نه شي نيولاى“

راپورونه وايي، دوو ځان وژونکو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان هغه وخت حمله وکړه، چې دى د کابل په لوېديځ کې يوې غونډې ته روان و.

د جمعې د ورځې په پېښه کې په خپله عبدالله ته زيان ونه رسېد، خو د يوناما اعلاميه وايي په پېښه کې د امنيتي پرسونل په ګډون ١٤ کسان ووژل شول او ٤٦ تنه نور ټپيان شول.

ولسمشر حامد کرزي هم دغه بريد چې چا يې مسووليت نه دى اخيستى، غندلى دى.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د دې حملې په اړه وضاحت ورکړي:

"دا موضوع وړه نه ده، د کورني امنیت له کمیسیون څخه جدي غوښتنه ده چې؛ د امنیتي ارګانونو مسوولین وغواړي؛ دا قضیه سره شریکه او راپور یې د کمیسیونونو ګډې غونډی ته بیان کړي. د کمیسیونونو د پریکړې له مخې به د امنیتي ارګانونو چارواکي د جرګې عمومي غونډه را وغوښتل شي."

جمهوري رياست يو هيئت ټاکلى چې د دې حملې په اړه څېړنه وکړي.

د وزيرانو شورا په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزى د دې هيئت مشر ټاکلى او يوه اوونۍ وخت يې ورکړى، چې خپلې څېړنې ورسره شريکې کړي.
XS
SM
MD
LG