د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د خوشي شوي اسير امريکايي عسکر هرکلي ښايي ونه شي


يو شمير امريکايان د طالبانو له اسارته د خوشي شوي امريکايي عسکر باو بيرګډال د هرکلي نيت لري، خو بل لور ته داسې تورونه پورې شوې دي چې دغه امريکايي پوځي قصدا ځان طالبانو ته تسليم کړي و.

امريکايي پوځيانو د يکشنبې په ورځ د طالبانو پنځه مشران په قطر کې قطري چارواکو ته وسپارل او د دې په بدل کې بيرګډال طالبانو خوشي کړ.

له پلان سره سم به د باو بيرګډال په ښار کې د هغه د خوشي کيدو هرکلي روانه مياشت وشي چې وروسته تر دې خوشي شو چې پنځه کاله له طالبانو سره اسير و، خو رويټرز اژانس وايي چې په ورته وخت کې داسې ادعاوې شوې دي چې بيرګډال په خپله تښتيدلي و.څو ورځې وروسته تر دې چې د هيلي په غرنۍ سيمه کې خلکو د بيرګډال د خوشي کيدو خبرونه واوريدل د هغه د پوځي واحد يو شمير غړيو دا تورونه پورې کړل چې دي په ۲۰۰۹ کال کې قصدا له خپل پوځي مرکزه وتلي وو.

د ۲۰۰۹ کال د جون په ديرشمه چې بيرګډال تر تم شو د هغه د پلټنې په عملياتو کې شپږ امريکايي پوځيان ووژل شول.

په ورته وخت کې سي اين اين د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امريکا پوځ په ۲۰۰۹ کال کې د بريګډال له ورکيدو وروسته، تحقيقات وکړل. له دغې قضيې يوه باخبره کس چې د نوم له اخيستو ډډه کړې ده سي اين اين ته ويلي دي چې د دغو تحقيقاتو له مخې دا معلومه شوه چې بريګډال قصدا له خپل پوځي مرکزه وتلي وو.

د همدې سړي په وينا، هغه مهال د بريګډال د پوځي واحد له غړيو هم پوښتنې شوې وې چې يوه يې هم بريګډال نه و ليدلي چې دي له پوځي مرکزه وتلي وي

امريکايي پوځيان وايي چې اوس به د دې قضيې بشپړ تحقيقات وشي.

د طالبانو له پنځو زنداني چارواکو سره د بيرګډال تبادلې بيا د سپينې ماڼۍ او کانګرس تر منځ ستونزې پيدا کړې دي.

په سنا کې د استخباراتو د کميټې مشرې ډايني فينشتين چې په خپله هم د بارک اوباما د ډيموکرات ګوند غړې ده، وايي، سپينې ماڼۍ د امريکا قانون تر پښو لاندې کړ چې د کانګرس له خبريدا پرته يې بيرګډال تبادله کړ.

فينشتين زياته کړه چې دې مسالې حيرانه کړې ده. د ګانګرس غړي وايي چې د هغه قانون له مخې چې په ډسمبر کې لاسليک شوي دي، اوباما بايد دوي د ګوانتنامو د هر زنداني تر خوشي کيدو ديرش ورځې مخکې خبر کړي.

خو سناتور کار ليواني چې د ډيموکرات ګوند غړي دي، وايي اوباما د دسمبر په مياشت کې په يوه بيان کې دا خبره هم کړې وه چې اساسي قانون ده ته دا حق ورکړي دي چې د دغو بنديانو په برخه کې بيړنۍ پريکړه وکړي.د کانګرس وياند جان بوهينر وويل، د دې لپاره چې اوباما وار له مخه د ګانګرس غړي نه دې خبر کړې، علت يې دا دي چې دا انديښنه وه چې له دې پريکړې سره به مخالفت وشي.
XS
SM
MD
LG