د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

امريکايي سرتېرى د پنځو طالب بنديانو په بدل کې خوشې شو


د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما وويل، امريکايي خوردضابط باو برګدال چې پنځه کاله له وسلوالو طالبانو سره اسير و، خوشې شو.

امريکايي چارواکي وايي برګدال د طالبانو له پنځو بنديانو سره تبادله شوى، دغه کسان په ګوانتنامو کې بنديان وو چې اوس د قطر چارواکو ته سپارل شوي دي.

چارواکي وايي د برګدال د خوشې کېدو لپاره د قطر په منځګړيتوب د طالبانو او امريکا ترمنځ له څو مياشتو راهيسې غيرمستقيمې خبرې روانې وې.

د شنبې په ماښام د افغانستان په ختيځ کې ډيورند کرښې ته څېرمه په دې تبادله کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په لسګونو غړو برخه درلوده.

راپورونه وايي دغه ٢٨ کلن امريکايي سرتېرى برګدال د بګرام پوځي اډې ته انتقال شوى او درملنه يې روانه ده. چارواکو يې صحي وضعيت ښه بللى دى.

امريکايي سرتېرى باو برګدال د ٢٠٠٩م کال د جون مياشتې له دېرشمې راهيسې د طالبانو په ولکه کې و.

دى دوې مياشتې وروسته تر دې چې افغانستان ته لاړ، تر ناڅرګندو شرايطو لاندې ونيول شو.

داسې باور کېږي چې دى به د حقاني تروريستي شبکې له خوا نيول شوى و.

د اسارت په موده کې برګدال څو ځلې په هغو ويډيويي کليپونو کې راڅرګند شو، چې ظاهراً طالبانو خپرول.

امريکايي چارواکو له دې ډلې، دفاع وزير چک هېګل د برګدال د خوشې کېدو هرکلى وکړ.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په يوه اعلاميه کې وويل، نن د امريکا خلک خوشحاله دي، چې تر پنځو کلونو وروسته د امريکايي خوردضابط باو برګدال هرکلى کوي.

د برګدال مور و پلار په يوه اعلاميه کې ويلي چې د خپل زوى په خوشې کېدو خوشحاله دي او په بېصبرۍ يې د ليدو په تمه دي.
XS
SM
MD
LG