د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۶

دلیل: د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه ټیټه شوې


د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي، په وروستیو دوو کلونو کې په دغه هیواد کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه ټیټه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په باور، د ډاکټرانو او مسلکي قابلو تر نظر لاندې ولادتونه، د زیږون پرمهال ناروغانو ته دوینې ورکول او د ولایات په روغتیايي مرکزونو کې د قابلو پر دندو ګمارنه سبب شوی؛ چې په هېواد کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه ټیټه شي.

د عامې روغتیا وزېرې ثریا دلیل، د شنبې په ورځ په کابل کې خبرېالانوته وویل؛ په تېرو دوولسو کلونو کې په هرو اوویشت دقیقو کې د زیږون پرمهال یوې مور خپل ژوند له لاسه ورکوه؛ خو اوس په هرو دوو ساعتونوکې یوه مور د زېږون پرمهال مړه کیږي.

اغلې دلیل یې لاملونه داسې شمیري:

"په افغانستان کې کوم ولادتونه چې د مسلکي کسانو له خوا مرسته کیږي؛ شمیر يې لوړ شوی، دویم د ولادي خدمتونو برخه ده د ویني ورکول چې؛ د میندو له مړیني څخه مخنیوی کوي او درېیم د زیږون ترمنځ واټن له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي."

هغې وویل، دغه وزارت د روغتیا په اووشپیتمې نړیوالې اسامبله کې د مېندواری د رهبرۍ په برخه کې د(عزم او ارادې) جایزه ترلاسه کړې ده.

اغلې دلیل وايي، د ټولو پرمختګونو سره سره بیاهم دوی د بودجې د کموالي او په لرو پرتو سیمو کې د ناامنۍ له ستونزې سره مخامخ دي.

بل خوا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ډاکټرانو دنه پاملرنې له امله ډیری مېندې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د ریږون پرمهال د مېندو د مړینې د کمیدو خبره کوي، چې د یو شمیر کارپوهانو په باور، بې سوادي، پرلپسې ولادتونه،د ولادت پرمهال روغتیايي مرکزونو ته نه تګ، د د ې لامل شوي چې د ښځو په روغتیايي وضعیت کې د پام وړ بدلون رانشي.

د دغې وزارت د معلومات له مخې، په تېرو دوولسو کلونو کې دهېواد په لرو پروتو سیمو کې ډېر شمیر صحي مرکزونه فعال شوي او میرنې دغو مرکزونو ته د تلو لپاره هڅول کیږي.

راپور: ناجیې ساپۍ
XS
SM
MD
LG