د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۱

"په افغانستان کې طبیعي پیښي د کورني بیځایه شویو د نیمایي برخي اصلي دلیل دی"

د کډوالۍ نړیوال سازمان "ای. او. اېم" په یوه څیړنه کې ویلي چې؛ په افغانستان کې بیځایه شوي کورنۍ سم نیمایي د طبیعي پیښو له کبله له یوې سیمې بلې ته کډه کیږي.

په یوه سروې کې چې د جرمني حکومت له خوا تمویل شوې او د "سامویل هال" شورا په نوم یوه تحقیقاتي مرکز له خوا تر سره شوې ده؛ پر ګروپي خبرو اترو سربیره له بیلا بیلو بیځایه شویو ټولنو له استازو سره مرکې شوي؛ له دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو د استازو څخه معلومات راټول شوي او هم له ۷۲۰ بیځایه شویو کورنیو سره خبرې شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال "اسلم سیاس" له آزادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې؛ د دغې سروې هدف د کورنیو د بېځایه کېدو د اصلي عواملو موندل وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۶۲۰ زره بیځایه شوي کورنۍ شته چې؛ ۲۰ فیصده یې یوازې تېر کال د بیلا بیلو عواملو له کبله له خپلو سیمو وتلي دي.

د دغې څیړنې معلومات ښیي چې؛ ۵۵ فیصده بیځایه شوي د جګړو له کبله، ۳۲ فیصده د طبیعي پیښو او شخړو له کبله او ۱۲اعشاریه پنځه فیصده یې یوازې د طبیعي پیښو له کبله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

ښاغلی سیاس وایي، دغه ډول سروې ګانې هر کال کیږي او د هغه له مخې بیځایه شویو ته د مرستو پروګرامونه ترتیب او د مرستو غوښتنې کیږي.

نوموړي وویل، هڅه یې دا ده چې، د بیځایه شویو د سرپناه ستونزي په ښه ډول هواري کړي.

د ښاغلي سیاس په خبره دغه سروې په ټول افغانستان کې د طبیعي پیښو د ځپل شویو سیمو په تیره بیا له شمالي او شمال ختیځو او هم له هلمند او هرات ولایتونو څخه ترلاسه شوې ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG