د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

ولسمشرکرزي له ټولو افغانانونو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي


افغان ولسمشرحامد کرزي له ټولو واجد شرایط افغانانو غوښتنه کړې چې؛ په انتخاباتو کې په رايي ورکولو سره افغانستان د ثبات لوري ته بوزي.

ولسمشرکرزي د تیرې شپې په یوه راډیویې وینا کې وویل، چې هرافغان به په انتخاباتو کې په ګډون سره د افغانستان د برخلیک ټاکونکې وي.

ولسمشرکرزي په انتخاباتو کې د خلکو ګډون، په دغه هېواد کې د انتخاباتو د بهیرترټولو لویه بریا بولي.

د ده په باور افغانانو په لومړي دورکې ټولو نړېوالو ته وښودله چې؛ د سولې طرفدار دي.

ولسمشرکرزي د خپلې تیرې شپې په یوه راډیویې وینا کې وویل، چې له ټولو ګواښونو سره سره خلکو د حمل په شپاړسمه نیټه په پراخ ډول په انتخاباتو کې ګډون وکړ او اوس د جوزا د ۲۴ انتخابات هم ورته د اهمیت وړ دي:

″زما هیله دا ده چې زموږ ملت، د جوزا ۲۴ نیټه د افغانستان د بریالیتوب، د یوې روښانه راتلونکې او د سولي او ثبات په لور د حرکت ورځ وبولي.

بهر راووځي او د خپلې خوښي وړ کاندید ته رایه ورکړي.″


د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهم دورته دوې اونۍ پاته دي او افغانان دغې ورځې ته انتظار دي.

سره له دې چې د انتخاباتو په لومړي دور کې هم امنیتي ګواښونه موجود وه، خو تقریبا شپیته فیصده واجد شرایط کسانو دغه ګواښونه له پامه وغورځول او د رایو صندوقونو ته ولاړل.

د انتخاباتو په دوهم دورکې بیا هم د امنیتي ګواښونو اندیښنې ددې سبب شوي چې افغان چارواکي له ولسمشرکرزي سره خپل امنیتي پلانونه او نظرونه شریک کړي.

د افغانستان د دفاع وزیر، د کورنیو چارو مرستیال، د ملي امنیت د ادارې مشر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر او یو شمېر نورو چارواکو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو.

د امنیتي چارواکو په خبره اوس مهال د انتخاباتو د دوهم دور پرامنیتي پروګرامونو په چټکۍ کار روان دی.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر په دغه غونډه کې د انتخاباتو د لومړي دور د ځینو نیمګړتیاوو یادونه وکړه او ویي ویل، چې د دوهم ځل لپاره کافي پاڼي چاپ شوي دي او له دې اړخه به کومه ستونزه رامنځته نه شي.

ولسمشرکرزي ویلي، چې په انتخاباتو کې د دولتي چارواکو د بې طرفۍ ساتلو او مخنیوي لپاره به ډیر ژر یو فرمان صادر کړي.

ظاهرا داسې بریښي چې د دوهم دور لپاره د افغان چارواکو چمتوالی مخ پر خلاصیدو دی.

د حمل په شپاړسمه نیټه څه باندې اوه میلیونه وګړو په انتخاباتو کې برخه واخیسته، خو د جوزا څلرویشتمه به وښیې چې په دغه دور کې به د خلکو ګډون څه ډول وي.
XS
SM
MD
LG