د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۶

شریفي: د خبریالانو د خوندیتوب لپاره حامدکرزي او ملي شورا ته لیک استوو

د افغانستان د خبریالانود خوندیتوب کمیټه وایي، چې د ۲۰۱۳ کال د لومړیو پنځو میاشتو په مقایسه د روان میلادي کال په لومړي پنځو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی اتلس فیصده زیات شوی.

د دې کمیټې مشر نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دې مسالې دوی سخت اندیښمن کړي او په دې هکله به یو سر خلاصی لیک هم ولسمشر کرزي، ملي شورا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته واستوي.

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، چې د دې کمیټې وړاندیزونه به هرو مرو په پام کې نیول کیږي.

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمیټه د افغان خبریالانو د خوندي کولو او هغوی ته د کاري آتسانتیاوو د برابرولو لپاره حکومت او ملي شورا ته ځانګړي پیشنهادونه وړاندې کړل.

د دې کمیټې مشر نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د دوی د څیړنو له مخې له خبریالانو سره درې شپیته فیصده تاوتریخوالی د حکومتي کارکونکو او امنیتي ځواکونو له لوري شوی.

ښاغلي شریفي وویل، چې دوی به خپلې غوښتنې په یوه سر خلاصي لیک کې ولسمشر کرزي، ملي شورا او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندې کړي.

هغه په دې لیک کې د خپلو غوښتنو په اړه وویل، چې درې مورده دي او باید د افغانستان د ډله یېزو رسنیو په نافذ قانون کې شامل شي:

"د افغانستان حکومت مکلف دی چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر ونیسي دویمه دا چې افغان حکومت باید له خبریالانو سره تاوتریخوالي کوونکي مجازات کړي او بله دا چې افغان حکومت باید د خبریالانو د حقوقو په اړه د دولتي کارکوونکو په تیره د پولیسو د پوهې سطح لوړه کړي. "

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، چې د تیر میلادي کال د لومړیو پنځو میاشتو په مقایسه د ۲۰۱۴ میلادي کال په همدې موده کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی اتلس فیصده زیات شوی.

د دې کمیټې د مسوولینوپه خبره د روان میلادي کال له پیل نه تراوسه پنځه تنه افغان خبریالان وژل شوي او د هغوی پرضد د تاوتریخوالي لسګونه پیښې ثبت شوي.

د افغانستان د خبریالانود خوندیتوب کمیټه وایی چې له شوو پرمختګونوسره سره لاهم افغان خبریالان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي په تیره په وخت د معلوماتود ترلاسه کولوپه برخه کې.

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارجلال نوراني وایی چې د افغانستان د خبریالانود خوندیتوب د کمیټې وړاندیزونه سم اوپرځای دي او د عملي کولو لپاره یې یې لازم اقدامات وشي:

"د خبریالانو وړاندیزونه چې مطرح شوي او هغوی غواړي چې په یوه سرخلاصي لیک کې یې وړاندي کړي،زمونږ لپاره د منلو وړ دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا مسله په پام کې نیولې او زه ډاډ ورکوم چې د دوی وړاندیزونه به هرو مرو د رسنیو په قانون کې شامل شي."

په افغانستان کې په تیرو دیارلسو کلونوکې ډله ایزو رسنیو د پام وړپرمختګونه کړي،دا مهال په دې هیواد کې لسګونه ټلویزیونونه،سلګونه راډیوګانې او چاپې خپرونې فعالیت لري.

خوداسې انتقادونه هم شته چې په افغانستان کې د ټولو رسنیو خپرونې معیاري نه دي بلکې یوشمیر رسنۍ د ځینو سیاسي کړیو او حتی د ځینو بهرنیوهیوادونو اوسازمانون ګټوته ژمنې دي.

نسیم شفق
XS
SM
MD
LG