د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د امریکا خلک د افغانستان د جګړې په باب څه نظر لري؟


د امریکا ولسمشرباراک اوباما د سې شنبې په ورځ له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه څرګندونې وکړې.

د هغو نظرپوښتنو له مخې چې په تیره دسمبر میاشت کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او ای بي سي نیوز کړي، له ۴۱ نیولې تر ۵۵ په سلو کې امریکایان له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو پلوي کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر د سې شنبې په ورځ له روان ۲۰۱۴میلادي کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمېر او د هغوي د ماموریت څرنګوالی اعلان کړ.

سره له دې چې باراک اوباما د یوه موټي او باثباته افغانستان په اړه د امریکا پر ژمنه ټینګار وکړ، خو ويي ویل، چې امریکايي ځواکونه له هغې مودې چې توقع يې کیده د زیات وخت لپاره په دې هېواد کې پاتې شوي دي.

خو پوښتنه دا ده چې د امریکا خلک د افغانستان د جګړې په باب څه نظر لري؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د هغو نظر پوښتنو له مخې چې ای بي سي نیوز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په تیره دسمبرمیاشت کې کړي، له ۴۱ نیولې تر ۵۵ په سلو کې امریکایان په دې نظردي چې د تروریزم ضد عملیاتو او افغان ځواکونو د روزنې په هدف باید یو شمېر سرتیري له روان میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتي شي.

په همدغو نظر پوښتنو کې ۶۶ په سلو کې امریکایانو ویلي، چې د افغانستان جګړه په دومره لښګوتونو نه ارزي خو ۳۰ په سلو کې بیا برعکس نظر څرګند کړی دی.

نظر پوښتنې ښيي چې؛ په مجموع ۷۶ په سلو کې امریکايي وګړي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځي حضور ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز وايي، دا مهال شاوخوا ۳۲ زره امریکايي سرتیري په افغانستان کې دي او د ولسمشراوباما د پلان سره سم به له روان میلادي کال وروسته یوازې ۹۸۰۰ دغلته پاتې شي.

خو د دغو سرتیرو پاتې کیدل د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون په لاسلیک پورې اړه لري.

د جمهور رئیس اوباما د څرګندونو پراساس په ۲۰۱۵ میلادي کال کې به د ۹۸۰۰ سرتیرو نیمايي له افغانستان ووځي او د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې به له دې هېواده د امریکايي ځواکونو وتل تکمیل شي.

دې اندیښنې چې هسې نه له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته دا هېواد بیا بې ثباته نه شي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د دوام موضوع د امریکا د خلکو ملاتړ جلب کړی دی.

د هغې نظر پوښتنې له مخې چې سي بي اس نیوز د روان م کال په مارچ میاشت کې کړی ده، ۶۶ په سلو کې امریکایان وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به دا هیواد بې ثباته شي.
XS
SM
MD
LG