د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

محسود وسله وال د پاکستاني طالبانو له تحريکه جلا شول


د پاکستاني وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي، چې له امله يې د خان سيد سجنا په مشرۍ د جنوبي وزيرستان د مسود قبيلې د طالبانو ډلې له تحريک طالبان پاکستان څخه د بېلېدو اعلان وکړ.

د پاکستاني وسله والو طالبانو د جنوبي وزيرستان د ډلې وياند او ددې تحريک د سياسي شورا غړي اعظم طارق د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په يوه نامعلوم ځاى کې له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې وويل:

"موږ د ځينو نظري اختلافاتو له امله د پاکستاني طالبانو له تحريک څخه د بيلېدو اعلان کوو او تر دې وروسته به زموږ ډله د خالد مسود عرف خان سيد سجنا په مشرۍ د " تحريک طالبان پاکستان جنوبي وزيرستان" په نامه يادېږي. او موږ به د افغانستان د اسلامي امارت تر قوماندې او رهبرۍ لاندې پرمخ ځو."

اعظم طارق همداراز وويل، چې پاکستاني وسله والو طالبان په پاکستان کې دننه په ملکي ځايونو کې بريدونه کوي او له مدرسو او همداراز له ملکي وګړيو پيسې هم غواړي.

د پاکستاني وسله والو طالبانو ترمنځ دا بېلتون په داسې وخت کې رامنځته شوى، چې په دې وروستيو کې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د دوى ترمنځه خونړۍ نښتې هم شوې وې، چې په ترڅ کې لسګونه وسله وال وژل شوي وو.

د پاکستاني وسله والو ترمنځ تر خپلمنځيو اختلافاتو وروسته ددې هېواد د سياسي او روانو چارو يو شمېر څارونکي په دې باور دي، چې دا خپلمنځي اختلافات به وسله وال پاکستاني طالبان کمزوري کړي او فعاليتونه به يې ټکني کړي.
د سياسي او روانو چارو کارپوه رستم شاه مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د پاکستاني وسله والو طالبانو دا اختلاف د حکيم الله مسود تر وژنې وروسته د هغه د ځاېناستي او له حکومت سره د خبرو اترو پر سر رامنځته شوي دي:

"دوى د سره نه ملا فضل الله خپل امير منلو ته تيار نه وو، او بله وجه دا وه چې دوى ويل چې په دې ټولو جګړو کې تر ټولو زيات نقصان مسود قوم ته رسېدلى دى، نو چې موږ ته زيات نقصان رسېدلى دى، نو موږ ولې له حکومت سره خبرې شروع نه کړو، چې دا خپل قوم بېرته خپلو سيمو ته راولو او همداراز دوى ته امن راولو، نو همدا وجه وه چې دوى له تحريک طالبان سره اړيکي پرې کړل، ځکه چې د هغوى او د دوى په نظر کې فرق دى."

رستم شاه مومند وايي، د مسود قبيلې وسله وال د پاکستاني طالبانو پياوړې ډله ده، د دوى خپلمنځي اختلاف به وسله وال پاکستاني طالبان کمزوري کړي او په وينا يې، چې اوس به د پاکستان حکومت دا فرصت ولري، چې له دوى سره خبرو ته دوام ورکړي:

"دا خو د جنوبي وزيرستان يوه مؤثره ډله ده، هغه له تحريک نه جدا شوه ، دې سره به دوى خامخا کمزوري کېږي. دولت لپاره خو ډېرې لارې پرانستل شوې، چونکې هغوى کمزوري شول، هغوى کې ضعف راغلى، نو دولت لپاره چانسونه پيدا شول، اوس چې دولت دا څنګه استعمالوي، دا بېله خبره ده. "

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني طالبانو په تحريک کې دا درز تر هغې وروسته رامنځټه شو، چې د پاکستان جنګي الوتکو په تېره اوونکۍ کې د شمالي وزيرستان په ډېرو سيمو کې د سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ددې هېواد د پوځي مقاماتو په وينا، په دې بريدونو کې د مهمو قوماندانو په ګډون لږ تر لږه ٧٥ بهرني او کورني سخت دريځه وسله وال ووژل شول.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG