د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۱

په ننګرهار کې د کتابونو دوه ورځینی نندارتون پرانستل شو

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست او د افغانستان لپاره نړیوالې رواني ټولنیزې ادارې(اپسو) د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په سراج الامارت بڼ کې د کتابونو دوه ورځينی نندارتون پرانست.

په دې نندارتون کې یو شمېر خپرندویه ټولنو برخه اخیستې او خپل چاپ شوي کتابونه، چې په دیني، علمي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې دي نندارې ته وړاندې کړي.

د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صمیم ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل، چې له دې کار څخه يې موخه د کتاب د اونۍ نمانځل او دارنګه د ټوپک پرځای د کتاب فرهنګ دودول دي:

"زموږ هدف دا دی، چې له دې لارې څنګه کولی شو، د ټوپک پر ځای د کتاب فرهنګ مروج کړو، او هغه خلک، چې کتاب سره مینه لري باید ونمانځل شي، سره له دې چې، دا ډول نندارتونونه باید اسانه جوړ شوي وای، ولې په ډيرې سختۍ مو خپرندویه ټولنې اړ کړي، نو په دې برخه کې ډير کار ته اړتیا ده"

په دې نندارتون کې د افغانستان د قومونو او قابایلو وزیر اکرم خپلواک هم ګډون کړی و.

نوموړي وویل، چې اوس مهال څومره، چې لازمه ده کتاب سره د خلکو لیوالتیا ډيره کمه ده او ددې ستونزې د ختمولو لپاره دا ډول نندارتونونه ډیر ګټور دي:

"فرهنګ، علم او ادب په برخه کې عادي غونډه هم ګټه لري، بیا دا ډول نندارتونونه خو بیخي ګټور دي، اوسمهال موږ د کتابخانو په لور ډير کم ورځو، مطالعه مو ډیره کمه ده باید د کتاب لوستو فرهنګ ته وده ورکړو"

یو شمېر ځوانان، چې دې نندارتون ته راغلي وو، خوښي يې ښکاره کړه، او په خبره يې، چې داسې نندارتونونه دوی ته ډيره ګټه رسوي:

"جمال ثاقب یم د دې نندارتون یو تن ګډونوال زموږ په ټولنه کې د کتابونو د لوستولو فرهنګ ډیر کم دی، نو دا ډول نندارتونونه خلک هڅوي، چې کتاب واخلي او ورسره مینه پيدا کړي.

حسنزی یم، په دې نندارتون کې مو ګډون کړی، نو دا خلکو ته ښه پيغام ورکوي، دا يي ښه بېلګه ده، چې څوک کتاب سره مینه لري همداسې به نمانځل کیږي لکه نصیر مومند"

د ویلو ده، چې اوس مهال په ننګرهار کې ګڼ شمېر خپرندویه ټولنې فعالیت کوي او یادو ټولنو په لسګونو او ان په سلګونو کتابونه په بیلابیلو برخو کې خپاره کړي.
خو د کتابونو مینوال وړاندیز کوي، چې یادې ټولنې باید د کتابونود چاپ پرمهال ارزښت او اهمیت په نظر کې وساتي، ځکه د با ارزښته کتاب په خپریدو سره د کتابونو مینوال او لوستوونکي هم زیاتیږي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG