په هرات کې وسلوال بريد پايته ورسېد
په هرات ښار کې د هند پر قونسلګرۍ وسله وال برید د بریدکوونکو له مړینې وروسته پای ته ورسېد. د وسله والو یوې ډلې چې د چارواکو په وینا شمېر یې لږترلږه پنځو کسانو ته رسېده او په ماشینګڼو او لاسي بمونو سمبال وو؛ نن سهار وختي پر دې قونسلګرۍ برید وکړ. امنیتي چارواکو آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دوه بریدکوونکي یې د حملې په لومړیو شېبو کې ووژل؛ خو پاتې کسان یې له مقاومت وروسته د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.