د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۹

داوودزی: ډیر ژر به یمګان ولسوالۍ له طالبانوبیرته ونیول شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، چې ډیر ژر به د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بیرته ونیول شي.

محمد عمر داوودزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې اضافي امنیتي ځواکونه د بدخشان یمګان ولسوالۍ ته رسیدلي دي.

په همدې حال کې د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار وایي، اوه ویشت تنه پولیس په یمګان ولسوالۍ کې د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب له طالبانو سره یوځای شوي.

افغان امنیتي چارواکي وایي، چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره به پوځي عملیات په احتیاط پرمخ ویي وړل شي ترڅو ملکي تلفات رامنځ ته نه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې یمګان ولسوالۍ لا هم له طالبانو سره ده خو ډیر ژر به بیرته ونیول شي.

ښاغلي داوودزي څرګنده کړه، چې ډیر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د پوځي عملیاتو پر پلان کار روان دی:

"سیمي ته مرستندویه ځواکونه استول شوي او پرون ماښام بشپړ شول، هغوی اوس پر خپل پلانونو کار کوي.

دوی له ډیر احتیاطه کار اخلي ترڅو ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي موږ باور لرو، چې په څو ساعتونو کې به واورو، چې یمګان ولسوالۍ بیرته ازاده شوه."


د بدخشان ولایت پر یمګان ولسوالۍ سلګونو وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ حمله وکړه او له افغان امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته یې دا ولسوالۍ ونیوله.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، چې پر افغان طالبانو سربیره په دې حملې کې یو شمېرعرب، ازبک او تاجکستاني طالبانو هم لاس درلود.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار ویلي، چې په دې پیښه کې اته تنه پولیس وژل شوي.

دغه راز د یمګان ولسوالۍ تایید کړی، چې درې تنه ښځې هم پریمګان ولسوالۍ حمله کې وژل شوي دي.

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې اوه ویشت تنه پولیس یې په یمګان ولسوالۍ نیولي او اوس هم له دوی سره دي.

خو د بدخشان امنیه قومندان فضل الدین عیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پولیس د قومي مشرانو په منځګړیتوب له طالبانو سره یوځای شوي:

"دا اوه ویشت تنه د سپین ږیرو او قومي مشرانو په منځګړیتوب له طالبانو سره یوځای شوي.

زموږ پلانونه تیار دي خو هلته د هوا حالات خراب دي، ډیر ژر به انشا الله ولسوالۍ بیرته ونیسو."


وسله وال مخالفان د بدخشان په ځینو ولسوالیو کې ډیر فعاله دي او له یمګانه څو میاشتې وړاندې کران او منجان ولسوالۍ هم د یوې مودې لپاره طالبانو نیولې وه، چې د امنیتي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې بیرته ونیول شوه.

افغان امنیتي چارواکي تاییدوي، چې وسله والو مخالفان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو په درشل کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي خو ډاډ ورکوي چې مخه به یې ونیول شي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG