د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ممنون حسين: باثباته افغانستان د سيمې په ګټه دى


د پاکستان ولسمشر ممنون حسين وايي، له سياسي پلوه باثباته او پياوړى افغانستان نه يواځې د پاکستان، بلکې د سيمې د هېوادونو لپاره ګټور دى.

نوموړى همداراز وايي، پاکستان د اقتصادي پلوه د خوشحالې، پر ځان بسيا او سوله ييزې اسيا غوښتونکى دى او په دې لړ کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د دولتي اژانس اسوسيټډ پريس آف پاکستان د راپور له مخې، ددې هېواد ولسشمر ممنون حسين دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د چين په شينګايي ښار کې په اسیا کې د متقابلې همکارۍ او باور جوړولو د تدابیرو په نوم د سازمان (سیکا) د مشرانو په څلورمه غونډه کې د وینا پرمهال کړي.

ممنون حسين د سیکا په غونډه کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو راټولو شویو مشرانو ته په وینا کې وویل:

"پاکستان افغانستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي غواړي. پاکستان غواړي چې په هندوستان او نورو ګاونډيو کې له نويو رامنځته کېدونکيو حکومتونو سره د سيمې د اقتصادي خوشحالۍ او پرمختيا لپاره يوځاى کار وکړي."

په دې وينا کې د پاکستان ولسشمر يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کړى، چې هېواد يو پياوړي او باثباته افغانستان، د ټولې سيمې د هېوادونو د امنيت لپاره مهم ګڼي.

که له يوې خوا پاکستان تل وايي، چې دا هېواد په افغانستان کې د سياسي ثبات او سولې غوښتونکى دى، خو له بلې خوا بيا افغان دولت په وار وار وايي، چې پاکستان د افغانستان وسله والو مخالفينو ته په خپله خاوره ځاى ورکړى، چې له دې ځايه په افغانستان کې لاسوهنه کوي او همداراز پر دولتي اهدافو بريدونه کوي.

همدا لامل دى، چې افغان ولسشمر حامد کرزي (سيکا) د مشرانو په څلورمه غونډه کې یو وار بیا په سیمه کې د ترورزیم پر ضد په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، تروریزم دا مهال د سیمې امن ته تر ټولو جدي ګواښ دی.

ولسمشر کرزي وويل، موږ ټول باید هغه دولتي ادارې په کلکه وغندو چې خپلو وړو سیاسي اهدافو او ګټو ته د رسیدو لپاره، د تروریستي شبکو ملاتړ کوي، هغوی ته پټنځایونه برابروي او مالي مرستې ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې افغان دولت او د امريکا متحده ايالات وايي، چې دا مهال د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني وسله والو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې د غړيو او نورو نړېوالو سخت دريځه وسله والو مرکزونه موجود دي، چې افغانستان په ګډون د سيمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دى، خو پاکستان لا تر دې دمه ددې وسله والو د مرکزونو او پټنځايونو په اړه جدي پرېکړه نه ده کړې.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG