د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

استازي: دویم ځل انتخاباتو ته به خپلې انتخاباتي مبارزې پیل کړو


د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیمونو له استازو سره خبرې کړي دي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباي کمپاین غړی عبدالجبار شولګری وایي، چې دوی به هیڅکله هم له بل کاندید اشرف غني احمدزي سره ایتلاف ونه کړي او په خبره یې په دې شرایطو کې د دې کاندیدانو ترمنځ ایتلاف د خلکو رایو ته بې احترامي ده.

د اشرف غني احمدزي د کمپاین غړی نعمان شینواری هم وایي، چې ایتلاف د سهامي شرکت د جوړیدو په څیر یو اقدام دی او دوی ورته د یوې سرې کرښې په توګه ګوري.

د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو استازي وایي، چې دویم ځل انتخاباتو ته به خپلې انتخاباتي مبارزې پیل کړي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:56 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG