په دې مقاله کې د عبدالله سابقې ته کتنه شوې او دا چې د افغانستان پښتانه د هغه په اړه څه فکر کوي د یو شمېر کسانو څرګندونې را اخیستل شوي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په نویمه لسیزه کې کله چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اورونه بل وو، ځیني خلکو عبدالله د مرګ پیغام رسونکی باله. هغه وخت ښاغلي عبدالله په دی شهرت موندلی و، چې د حکومت د یوه چارواکي په توګه د وژل شویو کسانو شمېرې اعلان کړي.
د ورځپاڼې په وینا د دې کورنۍ جګړې اکثره قربانیان پښتانه وو او حکومت د تاجکانو په لاس کې وو.
واشنګټن پوسټ لیکي:
دوې لسیزې وروسته عبدالله اوس د افغانستان په انتخاباتي مبارزو کې تر ټولو وړاندې دی او غواړي دغه هېواد چې د قومي شخړو سابقه لري یو موټی او متحد کړي.
د ورځپاڼې په وینا د اپریل د پنځمې په انتخاباتو کې د ده بریالیتوب د افغانستان لپاره د امید او هیلې یوه منبع ګڼل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پای کې نړېوال ځواکونه له افغانستانه وځي.
د واشنګټن پوسټ په وینا د هغو کسانو په ډله کې چې په نویمه لسیزه کې د عبدالله رول ته د انتقاد ګوته نیسي، یوهم عبدالقیوم عارف دی.
ښاغلی عارف په خټه پښتون او یو وخت د افغانستان د ملي بانک مشر و. دی وایي، هغه وخت به عبدلله تل دا خبره کوله چې نن مو دومره او هغه بله ورځ مو هغومره کسان ووژل. ښاغلی عارف زیاتوي دی به هیڅکله دا ونه مني چې عبدالله به تغیر موندلی وي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
د رایو د شمېرنې په لومړي پړاو کې ښاغلي عبدالله په سلو کې ۴۵ رایې ترلاسه کړې. ده ته زیاتې رایې په هغو ولایتونو کې ورکړل شوي چې تاجکان په کې اوسي خو ده د پښتنو رایې ورکونکو په سلو کې ۲۵ هم خپلی کړي.
د ده سیال ډاکتراشرف غني احمدزي په سلو کې ۳۱ اعشاریه ۶ رایې ګټلي او په دې توګه یې دوهم ځای نیولی دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دغه حالت په خاصه توګه د ځوانانو د هغو نویو فکرونو زیږنده ده، چې ځانونه له قومي تړاونو بهر ګڼي.
له راپور سره سم نن په افغانستان کې د ولس اکثریت هغه ځوانان جوړوي، چې عمرونه یې تر پنځه ویشت کالو کم دي.
اکثره پښتانه وایي، د دې پرځای چې د تیرو لسیزو جګړو ته پاملرنه وشي موږ داسې یوه کاندید ته رایه ورکوو، چې د تروریزم او جنایت سره مبارزه وکړي او د خلکو لپاره د کارکولو زمینه مساعده کړي ځکه د نړېوالو مرستو په کمیدو سره د هېواد اقتصاد مخ په کمزوري کیدو دی.
د واشنګټن پوسټ په وینا په تاریخي لحاظ پښتنو تل په دې هېواد کې حکومت کړی دی، خو د وکیل په نوم یو اته ویشت کلن پښتون ځوان وایي، زما لپاره دا مهمه نه ده چې څوک انتخابات ګټي خو هرڅوک چې انتخابات ګټي باید شخړو ته د پای ټکی کښیږدي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافی وایي، په افغانستان کې نور د قومیت مسالې خپل اهمیت له لاسه ورکړی ځکه په لویو ښارونو کې د بېلابېلو قومونو خلک ژوند کوي، ځوان تاجکان، ځوان ازبکان او ځوان پښتانه نن په پوهنتونونو کې د ملګرو او دوستانو په شان خپلی اړیکې پالي او نور د دوی لپاره د قومیت مساله مطرح نه ده.
د یوې سروې له مخې چې په مارچ میاشت کې ترسره شوې سیمه ییز او قومي توپیرونه اوس هم په انتخاباتو کې مهم رول لوبوي خو له هرو لسو افغانانو څخه اوو یې ویلي، چې د دوی لپاره دا مهمه نه ده چې څوک د هېواد راتلونکی ولسمشر شي.
واشنګټن پوسټ د مقالې په دوام کې لیکلي، کله چې د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستانه ووتل، ښاغلی عبدالله د پخواني جمهورریس برهان الدین رباني په دوره کې د دفاع د وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله. هغه وخت په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه او تاجکان له پښتنو او هزاره ګانو سره په جګړه بوخت وو.
دغو جګړو د کابل ښارپه بشپړه توګه وران کړ او پښتانه یې دې ته وهڅول چې د طالبانو د ډلې چې نوې جوړه شوې وه، ملاتړ وکړي.
کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې کابل ونیو، ښاغلی عبدالله د شمال ایتلاف له نورو غړیو سره تیښتې ته اړ شو.
د شمال ایتلاف ځواکونه د پښتنو د کورونو په ورانولو او په کابل کې د خلکو د تښتولو په پیښو تورن شول.
ښاغلی عارف وایي، له پښتونو سره دا اندیښنه ده چې که عبدالله نوی جمهور ریس وټاکل شي د ده پخواني انډیوالان او ملګري به د دولت لوړو مقامونو ته لاره ومومي.
د هغه په وینا ښاغلی عبدالله به ونه توانیږي، چې خپل دغه قومندانان کنټرول کړي او د خلکو د تښتولو، غلاوو او لارې نیولو بهیر به بیا پیل شي.
د واشنګټن پوسټ په وینا ښاغلی عبدالله په یوه مرکه کې حاضر نه شو چې د خپلې پخوانۍ سابقې په اړه پوښتنو ته ځواب ووایي، خو زیاته یې کړه چې د ښاغلي عارف خبرې ډیرې له زهرو ډکې دي.
ده دا هم وویل، چې ښاغلي عارف په خپلو څرګندونو کې د پخوا په هکله غلط نظریات وړاندې کړي دي.
ښاغلي عبدالله وویل، د افغانستان ولس د مرګ پیغام وړونکي ته رایه نه ده ورکړې، خو د ده خپل پلویان وایي، چې که عبدالله انتخابات وګټي دی به له لویو چلنجونو سره مخامخ وي.
واشنګټن پوسټ د مقالې په دوام کې لیکي، عبدالله شک لري چې د خبرو له لارې به د طالبانو سره ستونزې حل شي. دی ټینګار کوي چې لومړی باید په افغانستان کې د قانون حاکمیت ټینګ شي او وروسته باید د زور او قوت له لارې له طالبانو سره خبرې وشي.
خو د عبدالله دغو نظریاتو د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پښتانه اندیښمن کړي دي.
د پښتنو یوه قومي مشر حاجي امیرجان چې په ارزګان ولایت کې اوسي، واشنګټن پوسټ ته ویلي، دی په دې اړه ډیره اندیښنه نه لري ځکه د ده په باور ښاغلي عبدالله نسبت هغه وخت ته چې د شمال ایتلاف غړی و اوس ډیر تغیر موندلی دی.
دغه قومي مشر وایي، اوس موږ دې ته تیار یو چې یو تاجک مشر ولرو، خو زیاته یې کړه چې عبدالله باید له پښتنو سره بل شان چلند وکړي، نه هغسې چې کرزي وکړ.
که دی د کرزي سیاستونه پرمخ یوسي او هڅه وکړي چې پښتانه تارومار کړي نو زه دا په یقین ویلی شم چې پښتانه به د ده پر ضد راپاڅیږي او دی به د هېواد د یوه مشر په توګه ونه شي کولای خپله دوره بشپړه کړي.