د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

بهارتیا جنتا ګوند د هند وروستي انتخابات وګټل


د جمعې په ورځ د هند د شپږو اونیو عمومي انتخاباتو ابتدایي نتیجو وښودله چې؛ بهارتیا جنتا ګوند (BJP) په تیرو دېرشو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې د یوه ګوند اکثریت وګاټه.

د هند واکمن کانګرس ګوند د دې هېواد له خپلواکۍ راهیسې تل په واک کې پاته شوی و؛ خو دا ځل یې سخته ماتې وخوړله او د ګوند مشرانو د ماتې پړه په خپل ځان واچوله.

د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي او د هغې ځوي راوول وویل چې؛ دوی په انتخاباتو کې د دغې سختې ماتې ملامت یا پړه دي.

د کانګرس ګوند مرستیال مشر راوول ګاندي د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې وویل:

"غواړم نويحکومت ته په مبارکۍ ورکولو پیل وکړم. دوی ته زموږ هیوادوالو مسوولیت ور وسپاره. په دې توګه، زه نوي حکومت ته نیک مرغي غواړم. زما له خوا، ګانګرس ګوند په انتخاباتو کې ډیر وروسته شو. ډېر څه دې چې موږ باید ورباندې فکر وکړو. د ګوند د مرستیال مشر په صفت، څه چې پېښ شول زه یې ځان مسوول بولم."

د بهارتیا جنتا ګوند مشر نریندا مودي د جمعې په ورځ وویل؛ دی به د ټولو هندیانو د ښیګڼې لپاره کار وکړي.

د بهارتیا جنتا ګوند ویاندي نیرمالا ستارامان آزادي راډیو سره مرکه کې وویل؛ د هیچا پر ضد به کار نه کوي:

"موږ به د هیچا پرضد کار نه کوو. دا باید بیخي په ډاګه او څرګند ډول ووایم. موږ نه غواړو چې د هند ځمکنی تمامیت دې د چا له خوا کم یا لږ جدي وګڼل شي. موږ زیات لیواله یو چې له پاکستان سره په مطلق ډول سوله ییز او د ملګرتیا اړیکي ولرو."

داسې اندیښنې هم شته چې د مودي او د هندوانو د ملت پال ګوند په بري سره د نوي ډهلي او اسلام آباد اړیکې نور هم خراب شي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ نریندا مودي ته تيلفون وکړ او په انتخاباتو کې د بري مبارکي یې ورکړه.

د بهارتیا جنتا ګوند ویاندې نیرمالا د افغانستان او هند اړیکې لرغونې او تاریخي وبلل او وایي، په ډېر ارزښت ورته ګوري:

"د افغانستان په اړه، دا هغه لرغوني اړیکي دي چې؛ د افغانستان او هند ترمنځ موجود دي. دا اړیکي د ډير ارزښت وړ دي. موږ تل چمتو وو او لیواله یو چې د یو بل د ټولنیزو او اقتصادي ښیګڼې په اړه د افغانستان له خلکو سره کار وکړو. په دې ډول همکارۍ سره به موږ خبرو ته هم چمتو اوسو."

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي، هرکله چې په هند کې د ملت پالو هندوانو ګوند واکمن شوی، د پاکستان او هند اړیکې نور هم خراب شوي او د دواړو هیوادونو تر منځ جګړې هم شوی دي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سیدي په دې اړه وایي:

"که چېرې تاسې د هند تاریخ ته وګورئ، هرو وخت چې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه شوي؛ ملت پالي هندوان په واک کې وو. د ګلګیت د جګړې پرمهال اتل بهاري واجپای په واک کې و. دا په دې معنی چې کانګرس ګوند له پاکستان سره مخامخ مقاله ډیره نه ده کړي. زما په آند، د افغانستان په مسالو کې، د کشمیر د مسالې او د هندوانو د ملت پالنې له امله، د بهارتیا جنتا ګوند بری د افغانستان په ګټه دی."
XS
SM
MD
LG