د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

کرزى: خلک دې په شوق په دويم ځلي انتخاباتو کې برخه واخلي


جمهور ریس حامد کرزي نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسون لخوا د انتخاباتو د اول دور د نتایجو د اعلان هرکلی وکړ .

د ارګ د مطبوعاتي دفتر اعلامیې، دواړه مخکښ کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د دې لپاره ستایلي چې د انتخاباتو په دوهم دور کې یې د ګډون لپاره تیاري څرګنده کړه .

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر محمد یوسف نورستاني د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه کاندید هم پینځوس فیصده جمع یو رایې نه دي ګټلي.

پر دې اساس، انتخابات د افغانستان د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون له مخې دوهم دور ته ووتل .

ټاکل شوې چې د انتخاباتو دوهم دور د جوزا په څلرویشتمه ترسره شي.

تر دې اعلان وروسته د دواړو مخکښو کاندیدانو ، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي، د انتخاباتي مبارزې مسولینو وویل چې په دوهم دور کې ګډون ته تیار دي.

ولسمشر کرزي پر ټولو افغانانو هم غږ کړی چې د تیر وار په څير ، په شوق د انتخاباتو په دوهم دور کې ګډون وکړي او د خپلې رایې د څرګندولو له لارې د افغانستان نوې ډیموکراسي پياوړې کړي.

جمهور ریس حامد کرزي ویلي، د انتخاباتو په دوهم دور کې د افغانانو پراخ ګډون په افغانستان کې د اسلامي جمهوري نظام ثبات تظمینولای شي.

ولسمشر کرزی نن د افغان دولت پر ټولو ملکي او پوځي چارواکوږغ کړی چې د انتخاباتو په بهیر کې دې مداخله نه کوي او له دولتي امکاناتو دی د یوه کاندید په ګټه یا تاوان کار نه اخلي.
XS
SM
MD
LG