د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګې په لسګونو غړیو د پنجشنبې په ورځ جمهوري ریاست ته د کاندید ډاکتراشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
په دوي کې داسې کسان هم و چې د انتخاباتو په لومړي دور کې د زلمي رسول په ټیم کې وو.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دا غړي چې شمېر یې لسګونو ته رسیده
ویل یې، جمهوري ریاست ته د کاندید ډاکټر اشرف غني له کړن لارې سره موافق او په انتخاباتي مبارزه کې به یي بشپړ ملاتړ وکړي.
د ملي شورا په دې غړیو کې داسې کسان هم و، چې د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې د زلمي رسول په ټیم کې او ځیني یې په ولایتونو کې د نوموړي د کمپاین مسولین هم ول.
د ولسي جرګې غړي او د خوست په ولایت کې د زلمي رسول د کمپاین مسئول کمالناصر اوصولي وویل، زلمي رسول د دوی له مشورې پرته د ډاکټرعبداله له ټیم سره یوځای شوی، د همدې امله وروسته تر دې د هغه د ټیم غړي نه یو:
″ډاکټر زلمي رسول چې کومه فیصله کړې، د هغه خپله فیصله ده، دا فیصله زموږ له مشورې پرته شوې، موږ وروسته له دې له هغه سره نه بلکې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو.″
همدا رنګه د ولسي جرګې بل غړي او د ننګرهار په ولایت کې د زلمي رسول د کمپاین یوه فعال امیرخان یار هم ورته خبره وکړه:
″د ننګرهار په ولایت کې هغه کسان چې له زلمي رسول سره وو، خو زلمي رسول چې د دې خلکو له مشورې پرته له ډاکټرعبداله سره یوځای شو، موږ له دې پریکړې سره موافق نه یو او سر له ننه له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ولاړ او ملاتړ یي کوو.″
د افغانستان د انتخاباتو د لومړیو قسمي او لومړیو نتایجو له اعلان وروسته، زلمي رسول، جمهوري ریاست د کاندید ډاکټرعبداله په ګټه له خپلې کاندیداتوری تیر شو.
د جمهوري ریاست دویم دور ته د نویو ایتلافونو جوړول له مخکې پيل شوي.
د جمهوري ریاست یوه بل کاندید ګل اغا شیرزي هم په دې وروستیو کې د ښاغلي عبدالله ملاتړ اعلان کړی دی.
د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې اشرف غني احمدزي د ده له ټیم سره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د یو شمېر غړو د یوځای کېدو هرکلۍ او درناوی وکړ.
ده له ټولو هیله وکړه چې د تیر کمپاین نیمګړتیاو او ستونزو ته په کتو سره باید د انتخاباتو په دوهم دور کې هڅه وکړي، چې په دې پروسه کې د هر ډول د درغلیو مخه ونیسي:
″د افغانستان خلک یووالی او د وطن پرمختګ غواړي، موږ به په دې هېواد کې بدلون راولو، دا د ولس اراده ده، زه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګرځیدلی یم د خلکو زړه واحد او واحد افغانستان غواړي خو د دې زړه شریانونه بند دي او موږ به د شریانونه خلاصوو.″
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روان لمریزکال د حمل په شپاړسمه ترسره شول.
په دې انتخابات کې له اتو کاندیدانو څخه یوه هم پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړه.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې دویم دور انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د جوزا په څلورویشتمه نیټه کېږي.
راپور: خان محمد ″سیند″