د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

پکتیکا: په هوايي برید کې پنځلس وسلوال وژل شوي


نجیب الله الوخېل

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د یاد ولایت د سروضې ولسوالۍ د موساخېلو او مارزکو په سیمو کې د نړیوال پوځي ځواکونو په هوايي برید کې پنځلس وسلوال وژل شوي، چې په دوی کې د وسلوالو یو تن مشهور قوماندان رحمت الله چې په طالب جان مشور وو هم شامل دی.

د وژل شویو وسلوالو اته جسدونه افغان ځواکونو لاسته ورغلي او د پاتو وژل شویو وسلوالو د مړو موندنه هم روانه ده، په دې هوايي برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

د پکتيکا ولایت د مقام څخه ازادۍ راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو شمېر وسلوالو غوښتل، چې د شپې د تیارې نه په استفادې د سروضې ولسوالۍ پر ځنو امنیتي پوستو بریدونه وکړي او د همدې له پاره يې په موساخېلو او مارزکو کې د بریدونو تیارۍ کاوه، چې د یوې مخکینۍ اطلاع له مخې د ایساف ځواکونو تر هوايي برید لاندې راغلل او په دواړو سیمو کې اتلس وسلوال ووژل شول.

په وژل شویو وسلوالو کې د دوی یو تن مشهور قوماندان چې په طالب جان مشهور وو، شامل دی.

د يادولو ده چې ايساف ځوکونو د دې هوايي بريد په اړه د پکتيکا سيمه ييز چارواکي خبر کړي او په بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
XS
SM
MD
LG