د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

پکتيا : شپږ تنه ماين خښوونکي نيول شوي دي


Afghanistan -- A press conference regarding situation in Khost, 6 May 2014.
Afghanistan -- A press conference regarding situation in Khost, 6 May 2014.
د پکتیا امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې شپږ تنه ماین خښوونکي نیول شوي دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي دوه تنه ماین خښوونکي يې تېره شپه ناوخته د مرکز ګردېز په بلند منزلونو سیمه کې هغه مهال لاس په لاس ونیول چې د سړک غاړې ماین يې ځای پر ځای کاوه.

اورياخېل وايي چې شاوخوا نهه بجې درې تنو د یو پلچک لاندې ماین ځای پر ځای کاوه خو د سیمې خلکو له خوا پولیسو ته خبر ورکړل شو چې په نتیجه کې يې دوه تنه نیول شوي او درېيم يې د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

اوریاخېل وايي دا دوه تنه چې ځانونه د پکتيا پوهنتون محصلين معرفي کوي د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي دي چې تېره شپه يې د تيارې نه په ګټې اخيستنې سره د پولچک لاندې ماين ځای پر ځای کاوه چې لاس په لاس نيول شوي:

”څلور کسان چې تاسې يې ګورئ درې کسانو يې ماين خښاوه، چې اول يې لاس په لاس له ماين سره يو کس ونيول شو او نور يې وروسته له هغې بيا ونيول شول کله چې دغه کس له پولچک څخه راوويستل شو“

نوموړی دا هم وايي چې د دې پېښې په تړاو يې دوه تنه نور هم ورسره نيولي دي او وروسته له پلټنو به يې عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

اوریاخېل دا هم وايي دوه تنه نور هم چې غوښتل يې په زرمت ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماینونه خښ کړي باالفعل د پولیسو له خوا نیول شوي او اوسمهال د څېړنو لپاره په امنیه قومنداني کې دي.

وسلوال مخالفین په جګړه کې د سړک غاړې له ماینونو ډېر کار اخلي چې ډېری وخت په کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا شپږ تنه په داسې حال کې نيول کيږي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په پکتيا کې داسې خاص پېښه د سړک غاړې بمي چاودنو له امله نه ده رامنځ ته شوې.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG