د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۰

مصدق: په افغان زندانونو کې د شکنجه کېدو په اړه راپورونه رسیدلي

د بخښنې نړېوال سازمان یا امنیستي انترنشل وايي، د افغان حکومت تر کنترول لاندې زندانونو کې زندانیان شکنجه کېږي.

د دې سازمان یوې غړې ازادۍ رادیو ته وویل، چې د پولیسو او ملي امنیت په توقیف خانونو کې له تورونو او مشکوکو زندانیانو سره ناوړه چلند کېږي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا دا تور نه مني او ملي امنیت د بخښنې د نړېوال سازمان ددې ادعا په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.

د بخښنې نړېوال سازمان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د زندانیانو د شکنجې په اړه په خپل راپور کې وايي، چې په افغانستان کې هم له زنداینانو سره دا چلند کېږي.

د بخښنې د نړېوال سازمان په دې راپورکې په ۱۴۱ هېوادونو کې د زندانیانو د شکنجې کولو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د دې سازمان غړې حوریه مصدق وايي، د افغان حکومت په بندیخانو هم د زندانیانو د شکنجه کېدو په اړه ورته هم راپورونه رسیدلي دي:

″اکثره راپورونه د ملي امنیت له خوا د هغو زندانیانو د شکنجې په اړه دي چې له طالبانو او یا نورو تروریستي ډلو سره په تړاو تورن دي.

دغه راز د پولیسو په توقیف ځایونو کې هم په لومړیو ۷۲ ساعتونو کې د پولیسو او تحقیق کونکو لخوا د متهمینو د وهل ټکول کېدو ادعاوې شوي دي.″


د میرمن مصذق په خبره د افغانستان په زندانونو کې بندیان وهل او ځړول کېږي او هم ورته د جنسي تیریو خبردارئ ورکول کېږي.

تردې وړاندې هم د افغان حکومت په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه نړیوالو سازمانونو خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

خو د کورنیو چارو زارت بیا دا نه مني چې پولیس په توقیف ځایونو کې زنداینان شکنجه کوي.

د کورنیو چارو د زوارت مرستیال ویاند تجیب دانش په دې اړه ازادۍ رادیو ته وویل:

″موږ هغه څه چې د عفوي نړېوال سازمان ویلي، ردوو او هغه ځکه چې پولیس په هغو ۷۲ ساعتونو کې چې تورن کس ورسره بندي وي،له هغه څخه د تحقیقاتو صلاحیت نه لري. د قانون له مخې د تحقیقاتو صلاحیت له څارنوالی سره دی.نو په دې صورت کې د پولیسو لخوا د بندیانو د شکنجې او یا له هغوی سره د بد چلند موضوع نه مطرح کېږي.″

هڅه مو وکړه، چې د بخښنې د نړېوال سازمان د دې راپور په اړه د ملي امینت عکس العمل هم واخلو خو د دغې ادارې له مسولانو سره مو تماس ټینګ نه شو.

د افغانستان ملي امنیت له دې وړاندې په خپلو نظارت خانو او زندانونو کې د زندانیانو د شکنجه کولو ادعا رد کړې ده.
XS
SM
MD
LG