د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

امرخیل: د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دې مهالویش ته احترام وکړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د وري د ۱۶ مې د انتخاباتو په اړه خپلې څېړنې تر اوسه دې کمیسیون ته نه دي سپارلي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخېل نن سې شنبې ازادۍ راډیو ته وویل، کله چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو څېړنو نتایج ور وسپاري نو دوی به د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي:

″د شکایتونو له خپلواک کمیسیونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غوښتنه دا ده چې مهالوېش ته احترام وشي، له مهالوېش سره ځان عیار کړي او همدا راز منتظر یو چې د شکایتونو محترم کمیسیون د مهالوېش سره سم باید تېره ورځ خپله وروستۍ پرېکړه کړې وای او هغه یې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره شریکه کړې وای څو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغه پرېکړې په سم ډول تطبیق کړي.

موږ اوس هم نه پوهېږو چې د دوی پرېکړه به په کومه سطح وي، څومره محلات او مراکز به دوی باطل اعلان کړي، د افغانستان په کوم ګوټ کې به یې اعلانوي او څومره وخت به ونیسي ځکه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لږترلږه یوې، دوو ورځو ته اړتیا لري څو د دوی پرېکړې په سم ډول تطبیق کړي او د افغانستان نجیب او شریف ولس په جریان کې واچوي.″


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس ضیالحق امرخېل له څرګندونو ښکاري چې ښايي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو نتایجو اعلان چې سبا چارشنبې د غويي د میاشتې په ۲۴ مه نېټه په پام کې و، وځنډېږي.

ټاکل شوې وه چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید د خپلو څیړنو نتایج د ثور په شلمه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارلي وای.

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه د انتخاباتو د نتایجو په څیړنو او اعلان کې ځنډ د قانون خلاف عمل بولي.
XS
SM
MD
LG