د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۹

مناسبه تغذیه د ماشوم لپاره لومړنی اړتیا


مناسبه تغذیه د ټولو خلکو په تیره بیا د ماشوم لپاره لومړنی اړتیا ده، ښه او پاک خواړه په جسمي او ذهني وده کې ډیر رول لري، نو ځکه کورنیو ته پکار دی چې تر خپل توانه ماشومانو ته هغه څه برابر کړي چې خوښیږي یې او خوري یي، که داسې و نه کړي هغوی له بازارنه تاریخ تیر شوي او بې کیفیته شیان اخلي.

اکثره وخت بیا له همدې وجې ناروغه کیږي، په دریمو مکرویانو کې د یوه ښوونځي مخې ته داسې وخت ورغلو چې زده کوونکي رخصت شوی و، کله چې د ښوونځي له دروازې نه راووتل په منډو منډو هغو کراچیو ته ورغلل چې پیرکي، منتو، چپس او داسې نور په کې خرڅیدل، کله چې ورسره غږیدلو په خبرو کې یې ښکاریدل چې څو ځله همدې خوړو ناروغه کړي هم دي خو بیا یې هم اخیستل.

هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته په کور کې خواړه نه برابروي چې ښوونځي ته یې یوسي خپله غریبي او بې وزلي د دې کار لامل بولي.

انورخان چې زرغونې لیسې ته نژدې دوکان لري وایي، هر وخت چې د خرڅولو لپاره توکي راوړي دا په پام کې نیسي چې داسې څه خرڅ نه کړي چې د خلکو ماشومان ناروغه کړي.

که چیرې د ماشومانو خوړو ته د کورنۍ له خوا پاملرنه ونه شي، ښوونځی ته وږي ولیږل شي، داسې څه هم ور نه کړي چې هلته یې وخوري، په وږي نس څه نه شي زده کولای.

ډاکتر خسرو یوسف زی له هغو سوداګرونه ګیله کوي چې تاریخ تیرشوي شیان لکه بیسکیټ، په پاکټونو کې چپس او داسې نور راوړي بیا هغه د ښوونځیو مخکې خرڅیږي، وایي هغوي یوازې خپلې ګټې ته ګوري، د معصومو ماشومانو د روغتیا په فکر کې نه دي.


لیکونکې فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:06 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG