د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۷

ویسا: ولس د فسادیانو د محاکمې په انتظار دی

د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د هېواد په امنیتي وضعیت او ځینو نورو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرنوشت ورځپانې په یوه مطلب کې لیکلي، چې په نورستان کې د طالبانو په نامه د نویو جنګیالیو ظهور او له نامعلومو ادرسونو د طالبانو په نامه د اعلامیو خپریدلو دا اندیښنې زیاتې کړي، چې د طالبانو په نامه بېلابېلې ډلې سیاست او جګړه پر مخ وړي.

سرنوشت لیکلي دې حالت ځیني طالبان اړ باسلي چې خپله لاره بدله کړي.

په مطلب کې راغلي د طیب اغا او ملا اغا جان معتصم په شان ځیني نورطالب مشران هم د طالبانو له لیکو بیل شوي او ځیني یې افغانستان ته د راتګ په حال کې دي.

سرنوشت لیکلي د ځینو کتوونکو په باور د پاکستان استخباراتي کړۍ هڅې کوي هغه طالبان وځپي چې د سولې لیواله دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې وروستۍ ځان وژونکې حمله څیړلې چې شپږ ملکي کسان په کې ووژل شول او اته دیرش نور ټپیان شول.

په سرمقالې کې راغلي موږ د افغانستان د تاریخي دښمنانو زړه او ضمیر ته حیران یو چې لا هم په افغان وژنې بسنه نه کوي.

هېواد لیکلي چې په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره باید پر پاکستان فشار راوړل شي تر څو د ډیورڼد له کرښې اخوا د وسلوالو د روزنې مرکزونه له منځه یوسي.

ورځپاڼې پر امریکا هم انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې له یوې خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې غږ پورته کوي او له بلې خوا په پاکستان کې د وسلوالو مرکزونه له منځه نه وړي.

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي ولس د فسادیانو د محاکمې په انتظار دی.

په سرمقالې کې د کابل د ښاروال او د ولسي جرګې د رییس او یو شمېر غړو ترمنځ وروستۍ شخړې ته اشاره شوې چې یو بل یې په اداري فساد تورن کړي دي.

په سرمقالې کې راغلي چې په دې مسالې کې خپله لوی څارنوال هم رسنیو ته راووت او د ولسي جرګې پر رییس یې تور ولګاوه چې له کابل ښارواله یې زر متره مربع ځمکه غوښتې ده.

ویسا لیکلي دا چې د ولسمشرکرزی د واک موده مخ په کمیدو ده خو دا تمه ترکیږي چې لږ تر لږه د اداري فساد همدا یوه دوسیه دې انجام ته ورسوي.

ویسا لیکي، چې په نظام کې اداري فساد اوج ته رسیدلی و، خو تر اوسه د لوړې کچې کوم فاسد کس محاکمه نه شو.

کابل ټایمز انګلیسي ژبې ورځپاڼې خپله سرمقاله په کابل ښار کې د دنګو ودانیو په اړه لیکلي.

په سرمقالې کې راغلي دي، چې په تیرو لسو کلونو په کابل ښار کې ډیرې دنګې ودانۍ جوړې شوې چې له یوې خوا نه یې په دې ښار کې د مخ په زیاتیدونکي نفوس اړتیا پوره کړې او له بلې خوا یې ښار ښایسته کړی دی.

خو په سرمقالې کې راغلي په اکثرو دغو ودانیو کې د انجنیرۍ او مسلک معیارونه پام کې نه دي نیول شوي چې دا یې خپله راتلونکې ته یو ګواښ دی.

کابل ټایمز لیکلي، چې د زلزلې په وخت کې دا ودانۍ خلکو ته لویې ستونزې جوړولای شي.

ورځپانې د خپلې سرمقالې په پای کې لیکلي چې دولت دې د دې جدي ستونزې هواري ته پاملرنه وکړي.
XS
SM
MD
LG