د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د سوريې ياغيان له حمص ښار څخه ووتل


د فرانسې خبري اژانس وايي، په سوريه کې د ياغيانو اخري کاروان په حمص ښار کې د جنګ له ميدانه د پنج شنبې په ورځ ووتی او د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته يې له ولسمشريزو ټاکنو مخکې يو سيمبوليک برلاسی ور پرېښووی.

ياغيانو په تاريخي ښار حلب کې پر هغه هوټل جوابي بريدونه وکړو چې د پوځ مرکز ګرځيدلی وو.

تقريباً ۱۴ پوځيان او حکومت پلوه وسله وال په دې چاودنه او د دې چاودنې په پايله کې مړه شول.

د فرانسې خبري اژانس د حمص د والي طلال برازي له خولې ، د ۱۰۰۰ کسه شا او خوا ياغي وسله والو، له هغو خبرو وروسته چې دوی د تخليې په هکله کړې وې، د حمص زوړ ښار پرې ايښی دی.

دا د حکومت او ياغيانو تر منځ لومړی ځل نه دی چې جوړ جاړی کيږي.

له دې مخکي د دمشق په شا او خوا سیمو کې د اوربندي لپاره د دولت او ياغيانو تر منځ جوړه شوې وه.

برازي مخکې ويلي وو چې له ۲۰۰ څخه زياتو جنګيالانو ځای پرې ايښی دی. په نورو ۹۸۰ کسانو کې چې ځينې يې ياغيان دي، چې پکښي ښځي او کوچنيان هم شته، شامل دي.

د ملګرو ملتونو کارکوونکی، چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د زېرمو له منځه وړلو پروسه څاري، وايي چې په جنګ ځپلې سوريه کې بې امنيتي د کيمياوي وسلو زېرمو له منځه وړلو اخري هڅو مخ نيوی کوي.

د ياغيانو پر شا تګ د ولسمشريزو ټاکنو تر يوه مياشت په کم وخت له مخکې را منځ ته شو. د فرانسې خبري اژانس وايي چې دا ټاکنې غربي هيوادونو او د سوريې د دولت مخا لف ګوند يوه خندوونكې ډرامه بولي.

د فرانس خبري اژانس زیاته کړې ده چې په واشنګټن کې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د سوريې د مخالف ګوند مشر احمد جربه سره د خلکو په مخ کې څنګ پر څنګ ودريدی څو خپل ملاتړ ځيني وښيي. خو ده دا خبره هيڅ یاده نه کړه چې ياغيانو د درنو وسلو غوښتنه کړې ده چې د جنګ په ختمولو کې مرسته وکړي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG