د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

ننګرهارکې په لومړي ځل د درمل جوړونې فابریکې په فعالیت پيل وکړ


په هېواد کې له نږدې څلور لسيزو جنګ جګړو وروسته په لومړي ځل د ابوار په نامه د درمل جوړونې افغاني فابريکې په ننګرهار کې په فعالیت پيل وکړ.

د پنجنشبې په ورځ د یادې فابريکې په پرانست غونډه کې د ابوار فابريکې يو تن مسوول ډاکټر عزيز عزيزي وویل، دا فابریکه څلور برخې لري،چې اوس يې یوه برخه فعاله کړې ده.

نوموړي وویل،دوی ته اوسمهال د عامې روغتيا وزارت له خوا د ۱۵ قلمه درملو د جوړولو اجازه ورکړل شوې،دی وايي دوی هڅه کوي،چې ګام په ګام به د درملو جوړونې په برخه کې د خپلو توليداتو کچه لوړه کړي:

"څه نور کارونه هم زموږ په جریان کې دي،موږ سنډپ تولید کړو،نو د سټنډپ لپاره موږ باید قدم په قدم مخکې لاړ شو،موږ ټریل اچوو،دوه سوه درې سوه متره پیج اچوو،د هغې ټسټونه ترسره کوو،د هوا سره بیا په همدې ترتیب مخکې ځو"

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د درمل جوړونې فابريکې د پرانېستې په مراسمو کې د فابريکې پر جوړيدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې ولايت مقام به تر خپله وسه د ستونزو په هوارۍ کې همکار اووسي:

"دا د خصوصي سکټور پیاوړتیا لپاره ښه قدم دی،که څه هم برق نشته،خو په نشو امکاناتو،چې نن د دوا جوړونې فاربریکه فعالیږي دا د خوشالۍ خبره ده،موږ ورسره همکار یو"

د ننګرهار د عامې روغتيا ريس ډاکټر نجيب الله کامه وال ډاډ ورکړ چې دوې به د دې فابريکې د درملو کيفیت په جدي توګه تر څارنې لاندې نيسي:

"د عامي روغتیا وزارت د قانون له مخي،نظارت موجود دی،زموږ راپورونو ښودلې ده،چې دا درمل معیاري دي،موږ به يي څارنه کوو،زما غوښتنه له نورو روغتیايي مرکزونو څخه داده،چې دا درمل کاروي،ترڅو دوی تشویق شي او باکیفیته درمل تولید کړی"

که څه هم د درمل جوړونې دغه يواځينۍ فابريکه به ونشي کولی په هيواد کې د درملو اړتيا پوره کړي خو داسې هيله شته چې دا فابريکه به د درمل جوړونې په سکټور کې يو خوځښت راوستونکی ګام وي.

د ویلو ده،چې یاده فابریکه د جلال اباد ښار شپږمه ناحيه کې د ۵۴ عشاريه ۷ ميليونه افغانيو په مالي لګښت په ۵۶۰۰ متر مربع ځمکه باندې جوړه شوې، چې څه باندې سل تنو ته به په کې د کارکولو زمینه هم برابره شي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG