د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ننګرهارکې دیني علماو، د حج اوقاف رياست مخې ته اعتراضيه غونډه کړې


يو شمېر دیني علماو، د پنجشنبې په ورځ د حج اوقاف ریاست مخې ته د اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د حج اوقاف رييس غاصبینو سره په لاس لرلو او د خپلې ادارې له کارکوونکو سره په توندې رويې تورن کړ.

په دې اعتراضيه غونډه کې، چې شمېر يې شاوخوا دیرش تنو ته رسیده، د ننګرهار د یو شمېر دیني علماو سربیره د حج اوقاف ریاست څو تنو کار کوونکو هم په کې برخه لرله.

دوی وايي، د جلال اباد ښار د درمسال چوک ته څيرمه د چنندالدین مسجد يوه برخه غصبګرو لاندې کړې او رييس يې ملاتړ کوي، دارنګه دغو ديني علماو پر رييس دا تور هم پورې کړ، چې د خپلې ادراې ځيني کارکوونکې هسې په ناحقه ګواښلي دي:

"مسجدملاامام: ما د دې مسجد مساله رييس سره شریکه کړه، ورته مې وویل، چې په دې کې همکاري وکړه، چې د مسجد ځمکه راخپله شي، خو ده ډيره بده رویه وکړه.

زما نوم محمد یونس مدني، د حج اوقاف ریاست اجرایه مدیر ريس سره زموږ شخصي مشکل نشته، خو په دې ریاست کې د علماو بې عیزتي په کې کیږي او تل يې زموږ سپکاوی کړی، دی تل کوښښ کوي، چې د خپلې خوښې کسان مقرر کړي او پخواني علما له دندې لرې کړي."


بل خوا د حج اوقاف رييس فضل الله همیم وايي، دا څو تنه اعتراض کوونکي د ټولو دیني علماو استازیتوب نه شي کولای او کوم تورونه يې، چې پرده لګولي بې ځایه دي.

همیم وايي، د مسجد د غصب مساله دې ریاست ته دده له راتګ څخه پخوانۍ ده او ده دا مساله تعقیب کړې، چې اوس هم په محکمه کې پرې کار روان دی:

"د قوم او ولایتي شورا په ټولو هلو ځلو د دغې ځمکې، چې په درې بیسوو کې مسجد جوړ شوی و، اته بسوې دوی تثبیت کړ، ما په دې باندې اکتفا نه ده کړې او په دې مساله کار روان دی"

رييس وايي، که چېرې دغو دیني علماو پرې لګولي تورونه ثابت کړل،دی تیار دی،چې پرې قانون تطبیق شي،خو نوموړي بیا هم ټينګار وکړ،چې دا د یو څوتنو علماوو لخوا جوړه شوې دسيسه ده.


خو معترض علما بیا ګواښ کوي،که چېرې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شو،نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته په همدې ډول دوام ورکړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG