د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

نور: د دویم پړاو احتمالي انتخاباتو د نیټې په اړه موافقه نه ده شوې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، که چېرې د جمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي ګمان نه کیږي چې له نهایي نتایجو نه وروسته په دوو اونیو کې ترسره شي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي، چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو لپاره تیاری روان دی خو لا تر اوسه یې دقیقه نیټه نه ده څرګنده شوې.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې له تخنیکي پلوه دویم دور انتخاباتو ته امادګي روانه ده.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یو کاندید هم پنځوس جمعه یوه رایې پوره نه کړي، نو دویم دور انتخابات باید د وروستیو نتایجو له اعلان نه وروسته په دوو اونیو کې وشي.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم دور احتمالي انتخاباتو ترسره کیدو ته دقیقه نیټه نه څرګندوي خو وایي، په دې اړه پراخ بحثونه دوام لري.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو احتمالي انتخاباتو د نیټې په هکله تر اوسه موافقه نه ده شوې.

ښاغلی نور تاییدوي چې له قانون سره سم د جمهوري ریاست د نهایي نتایجو له اعلانه وروسته په دوو اونیو کې د دویم پړاو انتخاباتو ترسره کیدل ګران کار دی:

"تر کومه ځایه چې موږ لومړنۍ څیړنې کړې دا به ګرانه وي چې د نهایي نتایجو له اعلان وروسته په دوو اونیو کې دویم دور انتخابات ترسره شي.

که چیرې دا پروسه ځنډيږي موږ به د افغانستان خلکو ته دلایل وړاندې کړو او د هغوی قناعت به ترلاسه کوو."


د افغانستان د اساسي قانون له مخې که چیرې انتخابات دویم دور ته ځي نو باید د نهایي نتایجو له اعلان وروسته په دوو اونیو کې ترسره شي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نهایي نتایج د ثور په څلوروشتمه نیټه اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان پر مهال ویلي، چې هیڅ یوه کاندید پنځوس جمع یوه رایې نه دي پوره کړي او انتخابات دویم پړاو ته ځي.

ځینو رسنیو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ممکن د ځینو دلایلو له امله دویم دور انتخابات د جوزا له شلمې نیټې وروسته ترسره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي، چې له امنیتي ارګانونو سره په دې اړه خبرې رواني دي او ډیر ژر به ټول انتخاباتي مواد د دې کمیسیون مرکزي دفتر ته ورسیږي:

"د انتخاباتو لپاره اکثریت ضروري مواد بشپړ شوي او په درې یا څلورو ورځو کې به دا مواد په منظم ډول مرکزي دفتر ته ورسیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دویم دور انتخاباتو ته تیاری نیولی او که چیرې انتخابات دویم پړاو ترسره کیږي باید په ټول افغانستان کې یې ترسره کړو."


د جمهوري ریاست د انتخاباتود لومړنیو نتایجو له مخې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر نورو کاندیدانو ډیرې رایې ګټلي او دویم ځل انتخابات به د دوی ترمنځ ترسره شي.

ښاغلي احمدزي له مخکې نه ویلي، چې په دویم دور انتخاباتو کې ګډون کوي او ښاغلي عبدالله هم څرګنده کړې که چیرې انتخاباتي شکایتونه سم وڅیړل شي دی هم حاضر دی چې په دویم پړاو انتخاباتو کې برخه واخلي.

د افغانستان امنیتي چارواکو له مخکې نه ډاډ ورکړی، چې د دویم ځل انتخاباتو لپاره بشپړ تیاری لري او له ټولو امنیتي ستونزو سره سره به یې امنیت ټینګ کړي.


راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG