د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د روسيي طبیعي ګاز اروپايي اتحاديي ته اندیښنې پیداکړي


اروپايي اتحادیه زیات دلایل لري چې د اوکراین د وضعیت څرنګوالي ته اندیښنه ولري ځکه د خپل طبیعي ګاز دریمه برخه له روسیې ترلاسه کوي.

د روسیې د ګاز ترنیمايي زیاته برخه د اوکراین له لارې اروپايي هېوادونو ته انتقالیږي.

اوله مساله چې د اروپايي اتحادیې اندیښنې زیاتوي، د اوکراین په ختیځ کې د ګاز هغه تشې ذخیرې دي چې هر دوبی به یې د روسیې له طبعي ګازه ډکولې.

او کراین له دې ګازه په ژمي کې کار اخیست ځکه په ژمي کې د روسې د ګاز کورنی مصرف دومره زیاتیږي چې اوکراین ته یې نه شي صادروي.

خو که چیرې د ګاز د نرخ پرسرد اوکراین او روسیې ترمنځ جنجال دوام پیدا کړي، دا ضمانت نشته چې مسکو به سږ دوبی اوکراین ته ګاز ورکوي.

که چیرې اوکراین خپلې ذخیرې ډکې نه کړي، دا خطر شته چې اوکراین به هغه ګازچې مخکې یې اروپا ته صادراوه، خپل ژمني مصرف ته وسپموي.

د چارو مهارین وايي، چې اوکراین باید د خپلو ذخیرو د ډکولو لپاره د سپټمبر تر میاشتې دولس میلیارده متر مکعبه ګاز ترلاسه کړي.

مسکو وايي، چې اوکراین یې د ګاز د صادراتو له درکه درې نیم میلیارده ډالر پوروړی دی او که چیرې د مې د میاشتې تر پایه دا پور پرې نه کړي، نور ګاز نه شي ترلاسه کولای.

خو د اوکراین حکومت وايي، چې روسیه د ګازپه نرخ کې زیاتی کوي او دوي تیار دي چې د مارکيټ د نرخ په حساب پیسې ورکړي.

نو ایا مسکو په دې ډول غواړي چې برکسل ته کوم پيغام ورکړي؟

په اکسفورد کې د انرژۍ د مطالعاتو د مرکز مشر جانتن سترن وايي، چې تردې مخکې هم روسیې د انرژۍ له درکه پر اوکراین بحران تحمیل کړی وو خو دا وار مسله فرق لري.

د ښاغلي سترن په باور، دا وار اروپايي اتحادیه په مستقیم ډول د مسکو او کییف ترمنځ په مذاکرو کې شامله ده.

د دې څيړونکی په باور، مسکو پوهیږي چې اوکراین پيسې نه لري نو غواړي چې غربي هېوادونه یې پور پرې کړي.

د دې لپاره چې اوکراین هیڅ پيسې نه لري، د پیسو نړیوال صندوق روانه میاشت له اوکراین سره اولس ملیارد ډالر مرسته اعلان کړه.

د دې مرستو اوله برخه د چهارشنبې په ورځ اوکراین ته ورسیده خو دا چې د کییف حکومت به پر دې پيسو د روسیې پور خلاص کړي که نه ، لا نده څرګنده.

ایا د ګاز پر سر بحران به لا پيچلی شي؟

د مسکو او اوکراین ترمنځ د ګاز پر سر جنجال پداسې وخت کې را برسیره شوی چې د روسیې او غربي هیوادونو روابط ورځ په ورځ خرابیږي.

غربي هیوادو د جمهور ریس ولادیمیر پوتین پر نږدې همکارانو بندیزونه لګولي نو د اروپايي اتحادیې د انرژۍ سکټور ته تهدید ، د بروکسل د پرمختګ د مخنیوي یوه لاره ګڼل کیدلای شي.

خو اروپايي اتحادیه ګاز ته څومره اړتیا لري؟

د انرژۍ د څارونکو په باور ، تیرکال په اروپايي اتحادیه کې ژمی نرم وو نو د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د ګاز ذخیرې ډکې دي.

دوی تر یوې مودې له اوکراینه د ګاز د جریان د قطع کیدو په صورت کې هم ګذاره کولای شي.

په دې ډول اروپايي اتحادیه د ۲۰۰۹ (م) کال په مقایسه په ښه موقف کې ده.

په اکسفورد کې د انرژۍ د مطالعاتو د مرکز مشر جانتن سترن وايي چې روسیه او اورپايي اتحادیه ګډې ګټې او په خپلو کې داسې قراردادونه لري چې د ساتلو لپاره یې خپل روابط ډير نه شي خرابولای.


نور څه کیدلای شي؟

د ازادي راډیو خبریال چارلس ریکناګل لیکي، د اروپايي اتحادیې، روسیې او اوکراین لوړ رتبه چارواکي به د ګاز پر نرخ خبرو ته دوام ورکړي او دا ډرامه به روانه وي.


درېو خواوو د روانې میاشتې په دوهمه عاجله غونډه وکړه خو هیڅ موافقې ته ونه رسیدل.

دوي به د روانې میاشتې په منځ او پاي کې بیا سره ګوري.
XS
SM
MD
LG