د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

په خوست کې د غرونو د شنه کولو د کار پیلېدنه



نجیب الله الوخېل

د خوست ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې دوی په پام کې لري تر څو د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې وهل شوي ځنګلونه بیرته ورغوي، دوی وايي دا بهیر يې د تڼیو ولسوالۍ د غرونو راپیل کړی او هلته يې په سل هکټاره ځمکه کې اتیا زره نوي نیالګي کینولي دي.

د خوست د کرنې ریاست یو تن چارواکی ډاکټر نقیب الله وايي، چې دوی د یوې منظمې برنامې له مخې د ځنګلونو په بیا احیاء کولو او یا د سره شنه کولو په کار بوخت دي او کوښښ کوي، په هغه ټولو سیمو کې چې ځنګلونه په کې وهل شوي، د غرونو د هوا او اقلیم سره برابر نیالګي کینوي.

په خوست کې د منګلو، ځدراڼو، تڼیو او ګربزو ولسوالیو غرونه پراخ ځنګلونه لري، خو د یو شمېر نورو سیمو په غرونو او غونډیو کې هم مزري، ګورګورۍ او د سونګ یو شمېر بوټي په طبعي توګه راشنه کیږي.

ډاکټر نقیب الله زیاتوي، چې یوازې اتیا زره نیالګي يې د تڼیو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې کینولي او په تجربوي بڼه يې سل هکټاره ځمکه شنه کړې ده او د یادو نیالګیو د مراقبت او څارنې له پاره يې هم منظم ګروپونه ګمارلي دي:

"په خوست کې هم اکثره ځنګلونه تخریب شوي دي، د دې له پاره موږ د تڼیو په
ولسوالۍ کې د اتو کمیټو پر مټ د جنغوزو ونو د بیرته احیاء کولو چې په دې
کې تقریباً په حدود دې اتیازره نیالګي موږ په کې بیرته کېنول، چې په دې
توګه مو سل هکټاره ځمکه تر خپل کاور لاندې راوسته، په اینده کې هم کوښښ
کوو، چې له دغو نیالګیو نه مراقبت او څارنه وشي، ترڅو دغه سل هکټاره ځنګل
بېرته احیاء کړلی شي."


د ځنګلونو په وهلو هغه خلک هو خوابدي کیږي، چې په خپله همدا کار کوي، خو لامل يې دا بولي، چې د غرونو خلک کاروبار او د ګټې وټې لوری نه لري، نو له ناکامه د ځنګلونو وهلو ته مخه کوي، دوی وايي، که چیرې حکومت ورسره د کار موندنې په برخو کې مرستې وکړي، د غرونو خلک به په خپله د ځنګلونو له وهلو را وګرځي.

د تڼیو د سیمې یو تن سپینږیری حاجي ولي محمد او د مدني ټولنې فعال مبارز بیدار:

"۱-ددې کار لامل دادی، چې ددې خلکو غریبي ده، دوی يې اول څانګې وهي او
بیا وروسته يې سټې له بیخه راباسي، حکومت باید د غرونو خلکو سره مرستې
وکړي، تر څو ځنګلونه ونه وهل شي، که د عوامو ضرورتونه پوره شي، بیا نو
څوک حق نه لري، چې داسې کار وکړي.

۲-دا منطقه چې تاسو ګورئ، ډېره ښایسته منطقه ده، خو لکه څرنګه چې تاسو یې ګورئ، ګڼ شمېر ونې يې وهل شوي دي، غوښتنه مو دا ده، چې باید په دې اړه تصمیم ونیول شي، په دې ځای کې چې کوم ښایسته ځایونه او زیارتونه چې شته هغه باید بیرته جوړ شي."


که څه هم د تڼیو لسوالۍ څلورو لویو قومونو د یو قومي تړون او پریکړې پر اساس تصمیم نیولی، چې هېچا ته به د ځنګلونو د وهلو اجازه نه ورکوي، او د ځنګلونو په ساتنه کې مرسته کوي، خو پوښتنه داده، چې افغان امنیتي ځواکونو د ځنګلونو د ساتنې، د وهلو، اره کولو او قاچاقو د مخنیوي له پاره څه کړي دي؟

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې پولیس ته يې دنده سپارلې، چې د هغو کسانو په کلکه مخه ونیسي، چې په ناقانونه توګه د تاندو ځنګلونو په وهلو بوخت دي:

"د ځنګلونو وهل ناقانونه کار دی او موږ هم هېچاته اجازه نه ورکوو، چې ځنګلونه ووهي، په دې اړه منظم پلان هم تر لاس لاندې لرو، په دې اړه مو اړوندو ولسوالیو ته کومو لارو باندې چې ځنګلونه وړل کیږي، یا ځنګلونه په کې دي، امر کړی دئ، چې هېڅوک په هېڅ نوم نشي کولای، چې د ځنګلونو نه غیر قانوني استفاده وکړي او یا ځنګلونه ووهي."

د یادونې وړ ده تر اوسه هم د افغانستان په ختیزو او سویل ختیزو سیمو کې د ځنګلونو د وهلو لړۍ روانه ده، د ځنګلونو ډېری وچې او تاندې ونې په برقيارو وهل کیږي او وروسته ډیری برخه يې د افغانستانه بهر قاچاق کیږي.
XS
SM
MD
LG