د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

سیاس: د بدخشان زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو بهیر روان دی


د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د افغانستان د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې له مرستیال محمد اسلم سیاس سره د بدخشان د مصیبت ځپلو او د شمالي ولایتونو د سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستو په لارو چارو خبرې کړي.

ښاغلی سیاس وایي، چې تر اوسه د دوی څیړنیزو ډلو په بدخشان کې د شااوخوا ۳۰۰ کسانو وژنه تثبیت کړې، خو وایي، ممکن دا شمېر زیات شي.

نوموړی وایي، چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله د طبیعي پیښو له امله د وژل شوو کسانو شمیر هم زیات دی او د نوي کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې پنځه سوه کسان ددې پیښو له امله وژل شوي دي.

سیاس وایي، چې دا مهال د دوی او نورو مرسته کوونکو موئسسو له خوا د بدخشان او شمالي ولایتونو زیانمنو شوو کسانو ته د مرستې رسولو بهیر روان دی.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:20 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG