د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

نیمروز: په دلارام کې د ملي امنیت په مدیریت د انتحاري حمله کوونکو حمله پای ته رسیدلې


د نیمروز چارواکي وایی، چې په دلارام ولسوالۍ کې د ملي امنیت په مدیریت د انتحاري حمله کوونکو ډله ییزه حمله پای ته رسیدلې.

د نیمروز د والي ویاند احمد عرب ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې حمله کې پنځه حمله کوونکي او یو د ملي امنیت عسکر وژل شوی او د ملي امنیت دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.

دغه پنځو حمله کوونکو نن د ملي امنیت په مدیریت په حمله کې له دوو موټر بمونو څخه هم ګټه اخیستې ده.

د والي ویاند وایي، چې حمله کوونکو لومړی د ملي امنیت د مدیریت مخې ته چاودنه وکړه او بیا یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه.

تراوسه کومې وسله والې ډلې ددې حملې مسئولیت نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې طالبانو تل دداسې حملو مسئولیت منلی دی.
XS
SM
MD
LG