د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

امرخیل: د انتخاباتو د بهیر په اړه د مخکښو کاندیدانو قناعت حاصل شو


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، له مخکښو کاندیدانو سره په وروستۍ غونډه کې د انتخاباتو د بهیرپه اړه تر ډیره د دوی قناعت حاصل شو.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس وايي، په هغې غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې وشوه انتخاباتي کمیسیونو خپل راپور ورکړ او همدا راز مخکښو کاندیدانو د انتخاباتو د ترسره کیدو په اړه تر ډېره د دوی خبرې ومنلې.

وروسته له هغې چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ارګ ماڼۍ کې د جمهور رییس حامد کرزي په مشرۍ د انتخاباتو په اړه غونډه وشوه ګډونوال د دې غونډې د نتایجو په اړه ضد او نقیض خبرې کوي.

د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي په دې غونډه کې د ملي شورا د دواړو جرګو رییسانو،د انتخاباتي کمیسیونو مشرانو او دوو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي برخه اخیستې وه چې د انتخاباتو په ټولو مسایلو یې سره بحث وکړ.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، غونډه تر ډېره د انتخاباتو د ترسره کیدو په اړه د دواړو کمیسیونو د راپورونو د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې وه چې په خبرو کې هم د دواړو مخکښو کاندیدانو قناعت حاصل شو.

د دې کمیسیون د دارلانشا رییس ضیا الحق امرخیل د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″ځیني پوښتنې مخکښو کاندیدانو درلودلې. د حمل د شپاړسمې انتخاباتو په مورد باندې یې بیشتر معلومات غوښتل وضاحت یې غوښته چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خوشبختانه هغه ارائه کړه ورته او هغوی سره یې بحث وکړ د دوی قناعت یې حاصل کړ.

دوهم هدف یې دا و چې د کمیسیون د انتخاباتو او د کاندیدانو تر منځ باید بیشتره هماهنګي ایجاد شي. شکایات چې کوم بررسي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کړې وه په هغې بررسۍ کې د کاندید صاحبانو نمایندګان موجود و ناظرین موجود و رسنۍ موجودې وې.″


ښاغلي امرخیل همدا راز وویل، په غونډه کې په دې هم بحث وشو که چېرې انتخابات دوهم دور ته ولاړ شي چې تر ډېره یې امکان هم دی، انتخاباتي کمیسیونونه پوره چمتوالی ورته لري.

تردې مخکې هم په ارګ ک ې د جمهور رییس په مشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو او ځینو نورو چارواکو غونډه شوې وه او په هغې کې په دې خبرې شوې وې چې په شاندارو مراسمو کې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو ته چمتوالی ونیول شي.

له بلې خوا د جمهوري ریاست د ابتدايي نتایجو د مخکښ کاندید ډاکټرعبدالله ویاند وايي، د رایو د باطلیدو او د شکایتونو په څیړنه کې ځینې خبرې ګونګې پاتې شوې او د ارګ په ماڼۍ کې شوې غونډې یې قناعت حاصل نه کړ.

سید اقا فاضل سانچارکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″د خلکو د رایې باطلیدل چې ځینې خبرې پکې ګونګې پاتې دي. د باطلیدو دلایل یې څه دي.

کوم شکایتونه چې ور رسیدلي دا شکایتونه باید دقیق او مستند وي. همداراز د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ویب سایټ کې ځینې تېروتنې او غلط ارقام چې موجود دي د نتیجو د پاڼو په برخه کې ځینې تناقضات او تفاوتونه چې لیدل کیږي په دې اړه کمیسیون خپلې څرګندونې وکړې خو زمونږ د قناعت وړ نه وې.″


له بلې خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بل مخکښ کاندید ډاکټراشرف غني احمدزی ټیم هم وايي د تل په څیر په هغې غوښتنې ټینګار کوي چې باید د انتخاباتو په ورځ پراخې درغلۍ او سرغړونې وڅیړل شي.

د ښاغلي احمدزي د انتخاباتي ټیم ویاند ظاهرزهیر ازادي راډيو ته وویل ډاکټراشرف غني خپل مشخص وړاندیزونه درلودل چې په سر کې یې د تقلبي او صحیح رایو بیلول دي:

″د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید د شکایتونو د څیړنې په برخه کې له ډېر دقت کار واخلي.

د افغانانو صحیح رایې له تقلبي رایو بیلې کړي بلاخره کومه نتیجه چې اعلانیږي هغه باید د افغان ملت د صحیح رایو نتیجه وي.″


ښاغلي زهیر وویل، ابتدايي نتیجې ته په کتو انتخابات دوهم دور ته ځي نو دوی ورته پوره چمتوالی لري.

د رایو د باطلیدو او د نتیجو د اعلان په اړه دوو مخکښو کاندیدانو وروسته له هغې غبرګونونه ښکاره کړل چې دا وخت د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون د شکایتونو څیړنې ته دوام ورکوي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون او ځینې سیاسي کارپوهان وايي د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایجو ته په کتو تر ډېره ددې احتمال شته چې انتخابات دوهم دور ته ولاړ شي.

تمه ده د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج د روانې میاشتې په څلورویشتمه نيټه اعلان شي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG