د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

روسيه له اوکراين سره په جنګ ده


د يوه اوکرايني تلويزيون سره په خبرو کې تورچينوف پر مسکو تور لګوي، چې روسيه هڅې کوي په ختيځ اوکراين کې حالات په پوره توګه خراب کړي.

ده ويلي دي، چې روسيه له اوکراين سره په جنګ ده او د مسکو له خوا ځايي او اداروي ملاتړ په ختيځ اوکراين کې يوه ډيره لويه ستونزه ده.

د روسيې حکومت له اوکراين سره په جنګ دی. دوی هڅې کوي چې په دواړو ختيځو او جنوبي سيمو کې حالات کړکېچن کړي. او دوی په خارکېف او اوډېسه کې تر ټولو زيات مقاومت سره مخ دي چې دا ځايونه د دوی لومړي اهداف دي.
تورچينوف: هيوادپاله اوکريانيانو د ځايي جلا غوښتونکو، چې د تاوتريخوالي له لاري غواړي اوډېسه له پښو وغورځوي، دا هڅې بندې کړې دي.

ده وويل، چې ځيني پوليس هم له جلاغوښتونکو سره خواخوږي کوي چې له دې وجې په دونڅک او لوهانسک کې حالات له نوره اوکراينه ډېر بدل دي.

دوهمه ستونزه داده چې پوليس چې ۲۰ کاله د نورو کارونو لپاره روزل شوي وو، اوس نه شي کولی چې خپله قانوني وظيفه اجرا کولو سره د خلکو ژوند وژغوري او د ښېګړي لپاره دي يې کار وکړي. دا يوه ډېره لویه ستونزه ده. بله دا چې ځينې يې له جلاغوښتونکو سره ريښتونې خواخوږي لري.

تورچينوف وويل چې په کيېف کې د روسيه پلوه جلاغوښتونکو پر خلاف پوځي عمليات په سر کې د ډير مقاومت سره مخ وو ځکه چې په دې ځای کې ډېر ملکي خلک اوسي چې دده په وينا له جلا غوښتونکو او حتي له ترهګرانو سره ملاتړي دي.

د تورچينوف تبصره له دې وروسته راغله چې د اوډېسه په ښار کې د مې په ۲م د روسيه پلوه جلاغوښتونکو او اکرايني ملتپالو تر منځ په نښته کې ۴۰ کسان مړه شول.

په مسکو کې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ګريګوري کاراسين ويلي دي چې د اډېسه له پېښو دا ثابته شوه چې اوکرايني دولت له روسيه پلوه خلکو سره د خبرو اترو لار نه ده هواره کړې.
XS
SM
MD
LG