د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

د ګل اغا شیرزي کمپاینرانو له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ


د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى
په ختیځه سیمه کې د ګل اغا شیرزي د کمپاین دفتر او ملاتړو د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې خپل ملاتړ له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي نه اعلان کړ.

په ننګرهار کې د ګل آغا شېرزي د کمپاین عمومي مسول نورآغا ځواک پرښاغلي شېرزي نیوکه وکړه،چې په دویم پړاو ټاکنو کې د پریکړې په اړه د خپلو اکثریت پلویانو نظر نه و اخیستی او ددې کار په غبرګون کې دوی دا پریکړه وکړه:

"موږ په لومړي پړاو کې د خپلې وفادارۍ له مخې ګل اغا شیرزي سره ولاړ وو، خو ده وروستۍ پریکړه، چې له ډاکټر عبدالله عبدالله نه يې ملاتړ وکړ،په دې برخه کې د هیڅ یوه پلوی نظر وانخیست،نو موږ اوس په ډاګه اعلان کوو،چې موږ د تحول او تداوم له ټیم نه ملاتړ کوو"

په ختیځه سیمه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د ګل اغا شیرزي د پخوانیو پلویانو د دې وروستۍ پریکړې هرکلی وکړ او وویل،چې د یو شمېر نورو نوماندانو پلویانو هم ورسره اړیکه نیولې او په نږدې وخت کې به د ډاکټر اشرف غني احمدزی په پلوی اعلان وکړي:

"موږ له ځواک صاحب نه مننه کوو،چې خپلې ملي ګټې په نظر کې ونیولې او راغی د تحول او تداوم ټیم نه ملاتړ وکړ،د یو شمېر نورو نوماندانو هم اړیکه نیولې په نږدې وخت کې به هغوی هم راشي او خپل ملاتړ به د تحول او تداوم نه اعلان کړي"

په دې غونډه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي مشاور لال پاچا ازمون پر خلکو غږ وکړ،چې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې پراخه کچه برخه واخلي.

نوموړي وویل،چې دا د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکي ټاکنې دي او خلک باید بې غوره پاتې نشي.

د ویلو ده،چې د لسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو ټاکنې د حمل په شپاړلسمه ترسره شوې او ټاکل شوې ده،چې د روانې میاشتې په څلورویشتمه نیټه د هېواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شي او ډير احتمال لیدل کیږي،چې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي.

شاه محمود شینواری، جلال اباد
XS
SM
MD
LG