د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

نور: د ثور په ۲۷مه به د ولایتي شورا د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شي


د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، د روانې ثورمیاشت په ۲۷ نیټه به د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ابتدايي پایلي اعلان کړي.

په همدې حال کې دا کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو له کمیسون غواړي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۴۴۴ محلونو د رایو په اړه خپله څیړنه بشپړه او نتیجه يې دوي ته وسپاري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، د روانې اونۍ له پیل راهیسې يې د ۱۵ ولایتونو د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو پایلي راټولې کړي او د روانې ثور میاشت تر ۲۷ نیټې به د ټولو ۳۴ ولایتونو لومړني نتایج اعلان کړي.

د یاد کمیسون ویاند نورمحمد نورازادۍ رادیو ته وویل، کله چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه د شکایتونو کمیسون خپله وروستۍ پریکړه وکړي نو دوي به يې بشپړ او نهايي پایلي د جوزا په ۱۷ نیټه په ډاګه کړي.

ښاغلي نورپه دې اړه چې ایا د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې هم د هغه شان درغلیو په اړه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې شوي، دوي ته شکایتونو شوي او که څنکه ؟

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند وايي، د ولایتي شوراګانو د نتیجو د معلومولو پروسه يې له هغو ولایتونو پیل کړې چیرته چې د کاندیدانو شمېرکم دی.

په همدې حال د انتخاباتو کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو له کمیسون غوښتي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۴۴۴ محلونو د رایو د برخه لیک په اړه خپله څیړنه بشپړه او نتیجه يې دوي ته وسپاري.

د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون د روانې اونۍ په سرکې د ۵۲۵ محلونو رايي چې شمېريې څه د پاسه دوه سوه او دیرش زرو ته رسیده باطلې کړې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي د جمهوري ریاست د انتخاباتو نهايي پایلې به د ثور په ۲۴ نیټه اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG