د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

جنرال اسټين د پاکستاني پوځ له مشر سره د افغانستان په اړه غږېدلى


امريکايي قومندان جنرال لوييد اسټين
امريکايي قومندان جنرال لوييد اسټين
د امريکا د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال لوييد اسټين د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي او د سيمې په وضعيت او نورو اړوندو مسئلو يې ورسره خبرې کړي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر (ISPR) له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنرال لوييډ اسټين د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له جنرال راحيل شريف په کتنه کې په دوه اړخيزه اړيکيو سربېره د سيمې او افغانستان په وضعيت او د ٢٠١٤م کال په پاى کې له دې هېواده د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعې خبرې کړي.

که څه هم د پاکستان پوځ د جنرال لوييډ اسټين د سفر نور جزييات نه دي په ډاګه کړي، خو د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي له جنرال راحيل شريف سره په کتنه کې د افغانستان پولي ته څېرمه په قبايلي سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر شتون اندېښنه ښودلې ده او همدا راز يې ورسره له افغان دولت سره د امنيتي_دفاعي سند د لاسليکېدو په صورت کې د پاتې کېدونکيو بهرنيو ځواکونو په شمېر هم خبرې کړي دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د مرکزي قومندانۍ قومندان پاکستان ته دا سفرپه داسې حال کې کړى، چې د چهارشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کې د ترورېزم په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي وو، چې د افغانستان پولې ته څېرمه پرتې قبایلي سیمې، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځالې وې او دغو ترهګرو له دغو ځایونو په پاکستان کې دننه، په سیمه يیزه او نړیواله کچه د بریدونو کولو هڅه کوله.

په دې راپور کې همداراز راغلي، القاعده، حقاني شبکه، پاکستاني وسله وال طالبان، لشکرې جنګوي، لشکرې طیبه، او افغان طالبانو په پاکستان کې دننه له خوندي ځالو په ګټه اخیستو په پاکستان کې دننه او په ټوله سیمه کې خپل عملیات پلان کول.

راپور مخکې ليکي، که څه هم پاکستان د وسله والو پاکستاني طالبانو پر ضد ځينې عمليات وکړل، خو له نورو وسله والو ډلو لکه حقانې شبکې او افغان طالبانو سره یې کار ونه لاره.

ويل کېږي، چې دا مهال د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د القاعدې، حقاني شبکې، پاکستاني وسله والو طالبانو او نورو نړېوالو بهرنيو او کورنيو سخت دريځه وسله والو مرکزونه او روزنځايونه موجود دي، چې له دې ځايه د ډيورنډ کرښې اخوا پر افغان ملي اردو او همداراز پر نړېوالو ځواکونو ډله ييز وسله وال بريدونه او پر دولتي تاسيساتو انتحاري حملې کوي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG